Sunday, August 27, 2006

لنډه کیسه:

غچ

تېره شپه باران ورېدلی و، د خام سړک په جمپونو کې ښې ډېرې اوبه او خټې را ټولې شوې وې، یو کورولا نوی ماډل موټر په یوه شڼ د زرګل ماما تر څنګ تېر شو چې په دې توګه د زرګل ماما سپین کالي په خټو ککړ شول، زرګل ماما په داسې حال کې چې ښه ډېر نسوار یې تر ژبه لاندې اچولي وو، کنځلې یې په خوله راغلې، په ایا ډې ناړټ شه، پډړ ناړټیه (په حیا دې نالت شه، پدر نالتیه)....... بیا ددې لپاره چې خپله خوله لږ سپکه کړي، نسوار یې په یوه شړک په ځمکه تو کړل، غاړه یې تازه کړه او په لوړ آواز یې خبرو ته دوام ورکړ: نن د هر چا موټر تر پښو لاندې دی، هر څوک موټر چلوي، دا نه ګوري چې څوک تر دې آسمان لاندې بونیادمان دي که هسې سپیان، خو نن آخره زمانه ده، د خدای اجوبه مخلوکات را پیدا شوي دي، نه تور ګوري او نه سپین، بس چې موټر ته کېناست ته به وايي آسمان ته وخوت....
زرګل ماما لګیا وو، ځمکه او اسمانونه یې یو پر بل ویشتل، خو خبرې یې یوازې له ځان سره وې، ځکه دا وخت دی یوازې د سرک پر سر د کلي څخه کوم سل متره لرې و، کله کله به ځان ته هم په غوسه شو چې ولې یې پام نه کاوه، خو بیا به یې ویل چې زه نو څنګه پام وکړم، د غوږونو دروندوالی زما تر ټولو ستره ستونزه ده چې له شا لوري د جټ الوتکې اواز هم نشم اورېدای. مسکین ملامت هم نه و، بس څو شېبې وړاندې یې د جمعې د لمانځه لپاره پاکې جامې اغوستې وې، خو اوس حیران دریان و، نه پوهېده چې جومات ته همداسې په خټو ککړ پکړ ولاړ شي که بېرته کورته را وګرځي او جامې بدلې کړي، تر لږ ډېرو چورتونو وهلو وروسته یې سلا په دې راغله چې یاره بس خدای پېښه کړې ده، همداسې به جومات ته ځم، خدای خو مې ویني چې جامې مې په لوی لاس نه دي ککړې کړې.
د کلي تر بازاره پورې نیم ساعت لاره یې لا په مخ کې وه، له ځانه سره یې وویل: که تر بازاره پورې لاره په پښو لنډه کړم دوه ګټې به مې کړې وي، لومړۍ دا چې په کالیو پورې نښتې خټې به وچې شي، چې بیا په لږ ډېرو موښلو سره له جامو څخه لرې کېدای شي، او بل دا چې نن به نوی ملاصیب هم وګورم چې په خبرو کې یې څومره اثر دی، هم ثواب هم خرما.
زرګل ماما په لاره لاره چورتونو اخیستی و، یو وخت او زمان ور په یاد شو چې د کلي د سپین ږیرو پر وړاندې به دوی سمې خبرې نشوای کولای، وار خو د کږو او ناوړه خبرو شو، سر یې وښوراوه او له ځانه سره یې وویل: بس الله دې پزل وکي، دا د آخرې زمانې ټولې نښې نښانې دي. زموږ ایمان ته دې خدای خیر پېښ کړي، چې نور به لا څه وینو او ګورو.
زرګل ماما، چې هسې یې هم چورت خټې و، نیم ساعت وروسته که ګوري چې د جومات تر څنګه هماغه کورولا موټر ولاړ دی، د کوم له لاسه چې دده جامې په خټو ککړې شوې وې. دا چې له کلي نه تر دې دمه له کوم پېژندوی سره نه و مخ شوی چې خپل زړه ورته تش کړي، نو دلته یې یو ځل بیا ډک زړه په درزېدو شو، چې کله کورولا موټر ته ور نږدې شو که ګوري چې ټولې شیشې یې بندې دي او چلوونکی یې جومات ته ننوتلی و، نو وار له واره یې د کورولا په مخکینۍ شیشه د نصوارو ډکه خوله تشه کړه، یو چړپ شو او نصوار لکه د کوم هوايي مرغه مرداري د موټر په شیشه یوې او بلې خواته روان شول.
په دې توګه یې لږ زړه آرام شو، بیا د جومات په برنډه کې ودرېد خپلې جامې یې لږ وموښلې او وچې شوې خټې یې ترې وتوږلې. وروسته په آرامۍ سره جومات ته په داسې حال کې ور ننوت چې په یوه لاس کې یې بوټان نیولي وو او په بل لاس یې د خپل څادر پیڅکه ټینګه کړې وه تر څو له خپلې اوږې یې ونه ښویېږي.
زرګل ماما چې کله خپل بوټان په جومات کې خوندي ځای ته ورسول، نو د خپل ځای د میندلو په تکل یې شاوخوا وکتل، په دې کې په یوه صف کې کېناست چې بیا یې په غور سره د جومات ځوانکي ملاصیب ته غوږ کېښود:
"..... نو مسلمانانو وروڼو، په تحقیق سره خبره دا ده بله نه ده، هر هغه څوک چې وکړي بې احترامی د مشرانو، نو که په دې دنیا نه وي، په هغه دنیا خو به وویني سخت عذاب د لوی خدای له طرپه، نو ټولو مسلمانانو ته په کار ده چې وکړي احترام د مشرانو او وکړي شفقت په کشرانو. غلطي کېږي د انسان نه، که چېري تاسو وکړه کوم وخت غلطي د احترام نه کولو، نو وغواړﺉ له خپل مسلمان ورور نه معافي، بېشکه معافي غوښتل او معافي کول د اخوت، صداقت او شرافت نښې نښانې دي...."
زرګل ماما د ملاصیب خبرو ته غوږ و، یو وخت یې په زړه کې را وګرځېدل چې کله د جمعې لمونځ خلاص شي، نو د کورولا خاوند به پیدا کوي او بیا به د خپل غچ اخیستلو نور ګوزارونه هم پرې کوي، تر دې چې د خلکو پر وړاندې یې ملامت کړي او بیا معافي ورته وکړي.
د جمعې لمونځ خلاص شو، خلک ټول سره وخوځېدل، زرګل ماما هم له جومات څخه را ووت، د جومات تر څنګ د یوه دوکان تر څپرې لاندې یې ځان ناګاره واچاوه، داسې چې ګویا کوم زبردست ښکاري چې د ښکار کولو لپاره څار کوي.
ښه ډېر خلک را ووتل، خو د کورولا څښتن پکې را څرګند نه شو، لږ وروسته د جومات ملاصیب راغی، کورولا ته ودرېد، او چې کله یې له جېبه کلي را وویسته، نو د زرګل ماما زړه په درزېدوو شو، ملاصیب د کورولا د دروازې په خلاصولو و، چې نصوارو ته یې پام شو، په لوړ آواز یې وویل:
دا کوم فرعون، دا کوم یهود، دا کوم ملحد دا کار کړی دی، خدای دې ورکړي عذاب سخت، خدای دې یې ونیسي په دې ګناه سره او که ګوتو ته راغی نو ترې وبه باسم څرمن، او په تحقیق سره دا ملعون د بښلو وړ او لایق نه دی.
زرګل ماما چې د ملاصیب دا سخت ګواښونه ولیدل، ورو له خپله ځایه را جګ شو او د کلي خوا یې ونیوه، خو په زړه کې په دې خبره خوشاله و چې خپل غچ یې اخیستی دی.

غزل


په اور کې لوبې کړي د اور په ژبه نه پوهېږي
ماشوم جانان مې د پېغور په ژبه نه پوهېږي

هغه نا اهل خدایه واخلې ژر له دغه غولي
چې کور کې اوسي او د کور په ژبه نه پوهېږي

ته که د ګل پر مخ پرتې پرخې ته بل څه وایې
ګل به حیران شي د انځور په ژبه نه پوهېږي

د دې نړۍ د زرورو زور به ټول شي اوبه
افغان په سوله کې د زور په ژبه نه پوهېږي

کمال چې ستا سترګو ته ګوري پکې ورک شي ګرانې
ستا د ککو د سپین او تور په ژبه نه پوهېږي

Thursday, August 17, 2006

بحث

د پښتو ژبې د نړیوالې غونډې په هکله څو خبرې، څو سپارښتنې

د پښتو ژبې څېړنغونډه چې په دې وروستیو کې د بلوچستان په زیارت ښارګوټي کې جوړه شوې وه، زیات شمېر پښتنو شاعرانو، لیکوالانو او څېړونکو پکې برخه اخیستې وه، دا په رښتیا چې ډېره په زړه پورې او د خوښۍ خبره ده چې د پښتو د لا غوړېدا او خپرېدا په اړه یو ستر ګام اوچتېږي، دغه غونډه په یو ویشتمه پېړۍ کې د پښتو د برخلیک په اړه ۷مه لویه غونډه وه، چې زیات شمېر پښتو پوهانو پکې مقالې او لیکنې وړاندې کړې.
تر هر څه وړاندې باید دا خبره جوته شي چې آیا دا د پښتو یوه نړیواله څېړنغونډه یا سیمنار و، که د یوې ادبي ټولنې له خوا د یوې سترې غونډې د را منځته کېدا هلې ځلې؟ که دا په رښتینې توګه یوه نړیواله غونډه وه، نو د نړیوالې غونډې د را منځته کېدا په اړه دغه لاندې ټکي د تأمل وړ دي:لومړی: د غونډې د منتظمینو غفلت یوه ستره ستونزه را منځته کړه، د یادونې وړ ده چې نن سبا د پاکستان او افغانستان تر منځ سیاسي حالت ډېر نازک دی، د غونډې ناظمانو دغه حالت هسې سرسري وباله چې د افغانستان او پاکستان تر منځ په ګډه پوله د درنو پښتنو د سپکاوي لامل وګرځېد. د پاکستاني پولیسو له خوا پښتانه شاعران او لیکوالان په کوتکونو ووهل شول، سپکې سپورې ورته وشوې او د یادونې وړ بولو چې په دغه پېښه کې زموږ یو بهیروال ښاغلی ډیا سنګ آنجان څلور ورځې د جاسوسۍ په تور بندي شو. دغه سپکاوی نه یوازې د برې پښتونخوا بلکې د ټولو پښتنو شوی دی، باید په دې اړه د سیاسي او ټولنیزو اوسنیو حالاتو درک شوی وای، تر څو دغه ډول ناوړه پېښه نه وای را منځته شوې. د سپارښتنې په ډول دا یادونه ضروري ګڼم چې که بل وخت داسې کومه ستره غونډه که هغه په کابل یا کندهار کې او یا هم په پېښور او کوېټه کې جوړېږي، باید پښتانه ددغه ډول پېښو د تکرار د مخې نیولو په اړه په لوړه کچه ګام پور ته کړي، باید له سرحدي پولیسو سره اړیکې ټینګې کړي او یا هم پخپله دا زحمت په ځان وګالي تر څو د خپلو مېلمنو هرکلی په ګډه پوله وکړي. دویم: ددغې سترې غونډې خبر یوازې له غونډې څو ورځې مخکې د شاعرانو او لیکوالانو تر غوږونو ورسېد، چې په بېړنۍ توګه ځینو شاعرانو او لیکوالانو په غونډه کې د ګډون کولو لپاره څپلۍ په پښو کړې، او زیاتره هغه مینه وال چې غوښتل یې ددغې غونډې د ګډون شرف تر لاسه کړي، د دغه بېړني حالت له مخې یې پکې ګډون ونشو کړای. دریم: د غونډې په راپور کې څرګنده شوې، چې د لومړۍ ورځې تر غرمې مهال پورې پیغامونه لوستل شوي، د داسې یوې غونډې جوړېدل یو لوی کار و، خو آیا دا ضروري خبره وه چې ددغې سترې غونډې نیمه ورځ دې په تشو ستاینلیکونو او پیغامونو باندې ونیول شي؟ پیغامونه او ستاینلیکونه ښه دي، خو دومره اهمیت نلري چې د یوې سترې څېړنغونډې چې د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ څخه د لالهانده پښتنو غوږونه دې پرې وخوړل شي. ددې پر ځای باید یوازې او یوازې دا یادون شوی وای چې د (پلاني جمهور رﺉیس ـ پلاني ستر شخصیت، پلانکۍ علمي او کلتوري ټولنې ددغې سترې غونډې په اړه پیغامونه را استولي دي او که د پښتو د پرمختګ ددغې غونډې د اسنادو د چاپ او خوندي کېدو موکه برابره شوه، نو په هغه ټولګه کې به یې سندونه خوندي وي.) څلورم: د جایزو یا د لرې پښتونخوا په اصطلاح د ایوارډونو وېش دی، چې په لاندې توګه دغو اشخاصو ته ورکړل شوي دي: ۱ . وتلي شاعر او ليكوال عبدالباري جهاني ته د ښه ناول ليكلو په برخه كي .۲. تكړه ليكوال فاروق سرور ته د لنډو كيسو ليكلو په برخه كې .3. نورالبشر نويد ته د ډارمې ليكلو په برخه كې .4. راز محمد راز ته د خطاطۍ په برخه كې.5. سندرغاړي او ليكوال جمال شاه ته د انځورګرۍ په برخه كې .6. وتلي شاعر رحمت شاه سايل ته د نظم په برخه كې .7. تكړه شاعر شفيق العالم معذوريار ته د غزل په برخه كې .8. شاعر او ليكوال عبدالغفور لېوال ته د ازاد نظم يا سپين شعر په برخه كې.9. كمال خان شېراني ته د پښتو ژباړې په برخه كې.10. د ازادۍ راډيو خبريالې وياندې شاعرې او ليكوالې ډاكټرې فرېدې هوډ سيفي ته د راديويي خدمتونو په برخه كې .11. حبيب الله پانيزي ته په ډارمه كې د ښه رول د ترسره كولو په برخه كې .12. بدرمنير ته په پښتو فلم كې د ښه كار كولو په برخه كې .13. قمر ګلې ته د موسيقۍ په برخه كې .14. د مطبوعاتوپه برخه كې ښكلا مجلې ته .15. د ورځپاڼو په برخه كې وحدت ورځپاڼې ته .16. د پښتو ويبپاڼو په برخه كې بېنوا ويبپاڼې ته .17. عبدالكريم بريالي ته د څېړنې او تحقيق په برخه كې .18. سليم راز ته د كره كتنې په برخه كې .19. پوهاند محمد حسن كاكړ ته د تاريخ ليكنې په برخه كې.20. اشرف غمګين ته د تذكره ليكنې په برخه كې .21. صاحبزاده حميدالله ته د پښتو ژبې په بېلابېلو برخو كې د زياتو كتابونو ليكلو په برخه كې.22. حضرت علي ته چې په سږني تعليمي كال كې يې د ټول بلوچستان د لسمو ټولګيو په زده كونكو كې لومړې مقام ګټلى وو.چې د پښتو ژبې د نومياليو ليكوالانو په نومونو نومول شوې جايزې په لاندې ډول وېشل شوې دي:
1.د امير كروړ په نوم جايزه د پښتو ژبې نامتو شاعر او ليكوال دروېش دراني ته د ډېر ښه شعر ليكلو په برخه كې وركړل شوه.2. د استاد محمد ګل نوري په نوم جايزه استاد حبيب الله رفيع ته د پښتو فولكلور په برخه كې وركړل شو .3. د علامه حبيبي په نوم لومړۍ جايزه وتلي څېړونكي او ليكوال استاد عبدالله بختاني خدمتګار ته د څېړنې په برخه كې وركړل شوه.4. د علامه حبيبي په نوم دويمه جايزه وتلي ليكوال او څېړونكي زلمي هيوادمل ته د څېړنې په برخه كې وركړل شوه.5. د علامه حبيبي په نوم درېيمه جايزه تكړه ليكوال او څېړونكي همېش خليل ته وركړل شوه. زه فکر کوم چې په دغه وېش کې یو ډول سرسري قضاوت شوی دی، یا په بل ډول د جایزو په دغه وېش کې سیمه ییز ماهیت تر نړیوال ماهیت ډېر برېښي، په دې اړه یوازې د یو څو کسانو نومونو ته اشاره کوم: أ‌ ښاغلي عبدلباري جهاني ته د ښه ناول لیکلو جایزه: ښاغلی عبدالباري جهاني زما په نظر تر ښه ناول لیکونکي یو غوره شاعر دی، د نوموړي د ناول (قوماندان) په اړه زما رايه او نظر دا دی چې هغه د یوه ښه ناول لیکلو هڅه کړې ده، خو یو ښه ناول یې نه دی لیکلی، ما د ښاغلي جهاني صیب قوماندان ناول لوستی دی او په کوم بل ناول یې خبر نه یم، خو که دا جایزه د جهاني د قوماندان ناول په اړه وي، ښايي دا یوه بې انصافي وي، هم د جهاني صیب په حق کې او هم د نورو پښتنو وتلیو او منلیو ناول لیکوالو په حق کې، د مثال په توګه د جایزو د ورکړې کمېټې باید لږ تر لږه د پښتو د وتلیو او نومیالیو ناول لیکونکو ناولونه را ټول کړي وای، له لوستلو وروسته یې دې ارزونه کړې وای او بیا د همدې ارزونې په رڼا کې دې یې د یوه تن لپاره (زما په اند استاد سعدالدین شپون صیب او یا هم په لره پښتونخوا کې د کوم بل ناول لیکونکي) لپاره دا جایزه ځانګړې کړې وای، او جهاني صیب یې د ښکلو شعرونو په برخه کې په جایزه نازولی وای.
ب‌ کمال خان شېراني صیب ته د ښې ژباړې جایزه: د جایزو د وېش دغې جرګه ګۍ نه پوهېږم د کومې ژباړې په هکله ښاغلي کمال خان شېراني صیب ته دا ډالۍ ورکړې ده؟ په دې اړه مې د پښتو ټولې نېټ پاڼې ولټولې، خو د ښاغلي شېراني صیب د لیکنو او یا د ژباړو په هکله د معلوماتو په تر لاسه کولو کې بریالی نه شوم. دا زما قصور دی، ښايي شېراني صیب زما د اټکل پر خلاف ډېر لوی کارونه ترسره کړي وي، چې بل کوم لیکوال نه وي تر سره کړي. خو یوه خبره زما زړه بیا هم تخنوي، نه پوهېږم که دلته زه خپل مشر ورور محمد زبیر شفیقي د نسیم حجازي د یوولسو پنډو او شهکار ناولونو د ژباړلو په اړه یاد کړم، نو ښايي ددغو یادښتونو لوستونکي به مې د خپل ورور (شفیقي) سره د وینې د شراکت د احساس له مخې محکوم کړي، خو یوه خبره چې زه پرې ډاډمن یم هغه داده چې که شفیقي زما ورور نه وای نو په خدای ج سوګند کوم چې ما به دده په هکله ډېر څه لیکلي وای، خو بیا هم زه پخپل ورور فخر کوم چې دومره ستر خدمتونه یې ترسره کړی او افسوس په دې خبره کوم چې خپلو پښتنو وروڼو یې په خدمتونو باندې سترګې پټې کړې دي.
ت‌ بدر منیر ته په پښتو فلم کې د ښه کار کولو له امله: کله چې ددغې جرګه ګۍ دغه قضاوت ته وکتل شي نو سړی حیران شي، زه نه پوهېږم د کوم معیار له مخې بدرمنیر صیب ددې ستر ویاړ حقدار وګڼل شو؟ که معیار دا وي چې په پښتو فلمونو کې د چیغې نارې سورې ووهل شي، او یا دې هم پنځوس تنه په یوه ګوزار را چپه کړل شي، او یا دې هم د پښتنو پېغلو په نامه له پنجابیو ډمو سره ګډا وکړل شي، نو دا خو بیا ډېره د شرم عار خبره ده، خو که معیار رښتیا زموږ پښتني کلتور او دود وي، پښتون دروندوالی وي، نو بیا خو د لرې پښتونخوا د بدرمنیر اوسني فلمونه زموږ د پښتني او اسلامي دودونو او دروندولۍ په هېڅ تله هم نه تلل کېږي، زما په نظر د پښتو فلم اوسنۍ کومې هڅې چې په افغانستان او پاکستان کې روانې دي، د ټولو وروستیو خپرو شوو فلمونو له کتلو وروسته دې د درنو پښتنو یوه جرګه ګۍ د یوه فلم، یوه فلمي لوبغاړي او یوې فلمي نجلۍ کردارونه په ویاړونو ولمانځي، چې په دې توګه به پښتو فلم نوره هم وده ومومي.
ث‌ په ټولیزه توګه د شعر برخې ته ځانګړې شوې جایزې: د شعر په برخه کې د امیر کروړ درنه جایزه ښاغلي دروېش دراني صیب ته ورکړل شوې ده، حقدار یې دی نوش جان یې دې شي، همدا راز د غزل په برخه کې ښاغلي شفیق العالم معذور یار صیب ته ورکړل شوې ده، او د نظم په برخه کې رحمت شاه سایل او د سپین شعر په برخه عبدالغفور لېوال ته. دلته که په جغرافیاوي لحاظ سره وګورو یو نامتوازن وېش شوی دی، په دې اړه د پښتو پالونکو درنو مشرانو ته دغه سپارښتنه کوم چې د شعر پراخه نړۍ دې دومره نه محدودوي، دوی دې په دغه هکله د ټولې نړۍ او په ځانګړې توګه د ټولې پښتونخوا ګوټ ګوټ وګوري، زما باور دی چې دوی به د استاد محمد صدیق پسرلي او پیر محمد کاروان او نورو ځوانو او وتلیو شاعرانو له موجودیت او پاللو څخه انکار ونکړي.
ج‌ د پښتو موسیقۍ په برخه کې قمرګلې ته جایزه: آغلې قمرګله په رښتیا چې د پښتو ښه سندرغاړې ده، ښکلې سندرې یې ویلې دي، چې نوموړې ته د جایزې په ورکولو سره خوښي څرګندوم. په دې اړه یوازې دومره وایم چې د پښتو موسیقۍ نور هنرمندان هم شته، چې د ملتونو او ملیتونو د پیوستون آواز یې اوچت کړی دی، د مثال په توګه که د برې پښتونخوا فرهاد دریا او ناشناس او د لرې پښتونخوا رحیم شاه او هارون باچا یاد کړو، نو زما په نظر دغو سندرغاړو په ملي او هم په نړیواله کچه د ورورۍ او ملګرتوب احساس څپاند ساتلی دی. د سپارښتنې په دود دومره وایم چې په راتلونکې کې که دغه ډول کومه درنه پښتني غونډه کېږي، نو د موسیقۍ د هنر دغه ډول خواږه بلبلان دې هم پکې وپالل شي.

Monday, August 07, 2006

لنډه کیسه

کوماندان صیب- هغه انګور مې آرمان دي!!!


پیر زرخان د پلچرخي له پاټک سره ډېر وخت انتظار و، هر موټر به چې له پل محمود خان هډې څخه د تورخم او یا هم جلال آباد پر خوا را خوشې شو، او تالاشۍ ته به ودرېد، نو ده به یې موټروان ته خوله وړینګه کړه چې ګوندې تر سروبي پورې یې ورسوي، خو هر ځل به له دې چې ګواکې په موټر کې ځای نشته ځواب سره مخ شو. له ډېر انتظار سره یې پښې شلې شوې، د تالاشۍ د غرفې سره څنګ ته یې د وړوکې توت ونې سیوري ته څادر خور کړ- او پرې کېناست. لږ شېبه په ژورو چورتونو کې ډوب شو، د یو ډول ستومانۍ او بېوسۍ احساس واخیست... دی پخپلو چورتونو کې ډوب و، چې یوه تن له موټره د افغانیو لس زریز نوټ ور وغورځاوه او ورته ویې ویل: دوا کوه ... ده څو ورته ویل چې زه په دې کیسو کې نه یم چې خیر ټول کړم، خو موټر روان شوی و.. ده په داسې حال کې چې پخپله بې وسۍ پورې خندا ورغلې وه، هغه نوټ ور واخیست، شاوخوا یې وکتل او بیا یې ورو غوندې پخپل جیب کې غلی کړ. پیر زرخان تر ډېره ناست و، بیا یې تصمیم ونیو، چې یاره موټر خو هسې هم نه پیدا کېږي، سروبی دومره لرې نه دی، باید په یوه لاری یا شانزده بیست موټر پسې ځان ونښلوم، همداسې وو چې لږ شېبه وروسته یو بارداره شانزده بیست را ښکاره شو، او چې کله یې د تالاشۍ کار تمام شو نو ده هم له شانه پسې ودانګل او د موټر شاته یې ځان ونښلاوه، نیم ساعت یې ځان د موټر په شاتنۍ برخه پورې نښلولی وو، کله چې ډاډه شو چې له پاټک نه ښه لرې شوی دی، نو ورو ورو د موټر سر ته وخوت او د موټر جنګلې ته یې ډه ډه ووهله او پښې یې په کرېټونو هوار شوي ترپال باندې وغزولې. لا یې دمه نه وه جوړه چې د موټر دروازه خلاصه شوه او کلینر سر ورته را ویوست:

- وه خیرنه ! ته دلته څه کوې؟ کوز شه کنه نو د موټر له بامه به دې را خطا کړم !
- خیرن به پخپله یې! پمنه! ته مې نه پېژنې چې زه څوک یم !
- ولا ومې نه پېژندې ! څوک یې تته ته څوک یې ...؟
- زه د کوماندان لېوني د دولسمې پوستې لېونی کوماندان یم، چې یو ځل تر خپله ځایه ورسېږو نو زه به بیا له تا سره ګورم!

کلینر چې دا خبره واورېده لاسونه یې په رپېدو شول... ژر یې سر بېرته ننه یوست.. موټر په داسې حال کې د ماهیپر کږلېچونو ته رسېده، یو ځل بریک ونیو.. موټروان او کلینر دواړه له موټره را کوز شول او په عذرمنه لهجه یې پیر زرخان ته وویل:
- کوماندان صیب تاسو راکوز شئ! دلته په سیټ کې کېنئ ! تاسو هلته ولې ناست وئ- دلته راکو شئ صیب!
پیر زرخان په داسې حال کې چې په برېتونو کې مسکی مسکی کېده ورو ورو له خپله ځایه را کوز شو او د موټروان له سیټ څخه شاته د شانزده بیست په هغه سیټ کې چې کلینر د شپې له خوا پکې آرام کوي، کېناست. موټروان ژر پر خپل کلینر ور غږ کړل: هلکه ته یو کرېټ انګور راکوز کړه چې له کوماندان صیب سره مجلس پې تود کړو!
کلینر د موټر له سره یو کرېټ انګور هم را کښته کړل او بیا مجلس ګرم شو.
موټروان وپوښتل: کوماندان صیب! تا ولې ځان په عذابوه – چې د موټر سرته ختلې، ولې دې نه وې...
پیر زرخان یې خبره ورپرې کړه ویې ویل: انصاف دې روزي شه، هلته خو مسودیان وو، که مې خوله چوله کړې وای اوس به مې په ژبه ډاکټر هم نه پوهېده او خدازده چېرته به یې وړی وم او څه کانې به یې را باندې کړې وې.
- هو رښتیا، زما خو دې خبرې ته پام نه و.
پیر زرخان په داسې حال کې چې انګور یې په مزه مزه خوړل، موټروان ته یې وویل:
ستا دغه کلینډر ډېر ناشولته هلک دی، ماته یې کنځلې وکړې، زه به ورسره ګورم!
د کلینر رنګ ژېړ شو ویې ویل: کوماندان صیب ما نو ته څه پېژندلې، که مې پېژندلی نو ولا کې مې چړت هم له خولی درته وتلی و....
موټروان: غلی شه! د لېوني زو! ستا د لاسه زما ورځ ګرځېدلې ده، اوس د کوماندان صیب لاسونه چپ کړه او پښو ته یې ولوېږه، چې ماف دې کړي، که نه نو ولا که دې زما پلار هم ترې خلاص کړي.
کلینر نور هم وارخطا شو که څه هم ډېر وېرېدلی و، خو زړه یې نه غوښتل چې د کوماندان خیرن لاسونه چپ کړي او په پښو کې یې ور ولوېږي، زړه نا زړه و، چې څه وکړي..... دې بلې خوا ته نو د پیر زرخان پر شونډو فاتحانه موسکا غوړېدلې وه، په زړه کې یې کرل او رېبل....
خو بالاخره یې په کلینر زړه وسوځېد ویې ویل: نه نه، زما لاسونه مه چپ کوه او مه مې پښو ته رالوېږه، ما ماف کړې، خو پام کوه چې بل ځل داسې ګوستاخي ونه کړې که نه نو- بیا خو پوهېږې چې زه څوک یم.
- هو صیب پوی شوم، تاسو د کوماندان لېوني د ۱۲مې پوستې لېونی کوماندان یاست، زما دې په توبو توبه وي او بیا به داسې غلطي ونه کړم.

««««
موټروان له پیر زرخان څخه ډېرې پوښتنې وکړې، داسې پوښتنې چې اووه پوښته یې وپوښت، تر څو سم په رسمیت یې وپېژني، ددې لپاره چې د بل ځل لپاره په لاره ورته څوک تاوان وانه ړوي، نو یې د پیر زرخان د ټولو پاټکي ملګرو پوښتنې هم وکړې، چې پیر زرخان بیا د خپلې حافظې تر مداره د ټولو یارانو نومونه ورکړل، تر څو په لاره کې له کومې سختۍ سره مخ نشي.
دوی په همدې خبرو اترو کې وو، چې د سروبي د سر ۱۲مې پوستې ته موټر را ورسېد، د پوستې تر مخ د پخو خښتو یوه بار لارۍ ولاړه وه، چې د پاټکیانو د سهولت لپاره یوه بله خونه هم جوړېدله، پوستې یا پاټک ته رسېدونکي موټر له دواړو خواوو چې به راغلل نو د پاټکیانو له خوا به درول کېدل، کله چې ددوی موټر ور نېږدې شو، نو موټروان خوښ و، چې له دې بلا خو به له خیره سره د کوماندان صیب په امر خلاص شي، همدا وو، چې موټر یې لږ زړور د یوه پاټکي پر خوا چې د سړک خوا ته ولاړ و او د دوی موټر ته یې د درېدو اشاره کوله ور خوشې کړ، کله چې یې موټر ودراوه، نو یې خورا په غرور د موټر له کړکۍ سر ور ویوست ویې ویل:
له موږ سره کوماندان صیب ناست دی، ناوخته ده، لاره خوشې کړه!
پاټکي: کوماندان؟ کوم کوماندان؟
- ستاسو د پوستې کوماندان لېونی!
د پاټکي اوسېله پای ته رسېدلې وه، په ډېر زور یې د موټر دروازه خلاصه کړه او په چیغه یې وویل:
راکوزېږه! د لېوني زو، دا بل لېونی هم را کوزوه درسره چې له تاسو سره مې کار دی!
اوس نو له پیر زرخان څخه وار پار خطا و، داسې و لکه مږه چې په تلک کې ونښلي، داسې وارخطا وو، لکه کلینر چې یې وارخطا کړی و، ژبه یې په تالو پورې نښتې وه.... په همدې کې ټول را کښته شول.
پاټکی په غوسه و، او درې واړه (موټروان، کلینر او پیر زرخان چې دوی ته یې د ۱۲مې پوستې کوماندان ځان معرفي کړی و) یې د خپل ټوپک په کونداغونو ښه نرم کړل، بیا یې د سرک پر سر له خښتو بار شوې لارۍ ته ودرول او ورته ویې ویل:
اوس نو دا خښتې پوستې ته وخېژوئ- زه به دلته ستاسو په انګورو لږ مزې وکړم او دمه به شم- چې کله مې دمه جوړه شوه بیا به له تاسو سره ګورم!
موټروان، کلینر او پیر زرخان د خښتو چلولو ته ولګېدل، خو هره پېره به چې د پوستې په نرۍ لاره ختل، نو موټروان به پیر ته په لاره لاره مخ راواړوه او وبه یې ویل:
کوماندان صیب! هغه یو کرېټ انګور مې ارمان دي چې په تا مې وخوړل!
چې په دې خبرې سره به پیر زرخان د شرم او خجالت له لاسه په ځمکه ننووت، او څه به یې نه ویل، او موټروان به له خندا شین شو او بیا به یې د پوستې پر خوا نرۍ لاره ونیوه.

Thursday, August 03, 2006

شعر- ګله

ګله په اغزیو کې ګلونو سره ناست ښه یې
ناست ښه یې اغزیو کې ګلونو سره ملاست ښه یې
رنګ او خوند او بوی به دې پیکه شي که جدا شولې
ته پخپل اصلي شکل که کوږ یې او که راست ښه یې

ګوره چې جدا نشې د خپل ګلاب مالت ځنې
جنګ دی او که سوله ده د دواړو منځ حالت ځنې
زور د جدایۍ په زړه کې نه لرې دا ومنه
ګوره چې جدا نشې له ښکلي طبیعت ځنې


ګله ! دا وطن منم چې ډېر زیات مشکلات لري
ډېر عجیب غریب غوندې سرزوري مخلوقات لري
ګرم د سره اور په شان یې اوړی ګرځېدلی دی
سخت له واورو ډک ژمی ساړه ساړه حالات لري

خیر که توره شپه ده او ډېوه نشته څراغ نشته
دلته که د سپینې سولې څرک نشته سراغ نشته
دا منم چې شاړې کروندې شوې په جنګونو کې
کور نشته، کهول نشته د سرو ګلونو باغ نشته

دا منم چې زور د زورواکانو ټول په لاس کې دی
ورور له ورور بېزاره دی په شک او په وسواس کې دی
دلته اختیارونه د ولس له لاسه ووتل
دلته یو شیطان د څو په شمار سړیو راس کې دی

ګوره چې محسوس نه کړې یوازې ځان د شپې په شپول
ستا خپلوان د دنګو هسکو غرونو ښایسته غاټول
ستا یاران ددې چمن د شنو باغونو شنه توتیان
ستا یاران ددې وطن اورژبي شاعران دي ټول

ګله! دا موسم او موسمونه به هم تېر شي ژر
ستا په شان ګلونه به په دې وطن کې ډېر شي ژر
ته له حوصلې او زغم نه کار اخله او ژوند کوه
داسې به له زړه نه دا غمونه بېرته هېر شي ژر

دلته به له تورې شپې نه وروسته روڼ سهار راشي
پس له ډېره وخته به موسم د نوبهار راشي
وچې د مېوو ونې به ساه واخلي او ګل به شي
وږم به یې داسې په دې کلي او په ښار راشي

تور د شپو څادر به آخر ټول له دې وطنه شي
دلته به بیا سپینه رڼا ورځ د کور څښتنه شي
ته به د ګلونو سره یو ځای وږمې وښندې
ورکه د باروتو بدبويي به له چمنه شي

هغه وخت که بیا له خپلې څانګې را جدا شولې
ته که په وربل کې ټیک د ښکلې شالیلا شولې
ته به د ژوندون په هر پړاو کې تل ژوندی اوسې
چېرته که د مینې په نامه یو ځل فدا شولې

ګله! خو اوس زغم کوه حالات ګوره او څار کوه
بس د سپینې سولې د راتللو انتظار کوه
هغسې د څانګې له ګلونو سره ناست ښه یې
وار کوه، چې وار دې کله ورسېد بیا وار کوه
آګست ۰۳- ۲۰۰۶
کابل- افغانستان