Monday, December 04, 2006

غزل


غزل

څومره چې ډېره شي دنیا دومره یې خوند لاړ شي
لکه د شیخ له تکراري وینا چې پند لاړ شي

زما او ستا تر منځ دا تریخ بېلتون زغملی نشم
ګرانې راځه نو هسې نه د اوښکو بند لاړ شي
پټ راشي زړه ته د ښکلوکي یاد په څېر مې دلبر
خو په وتو کې بیا د آه په څېر څرګند لاړ شي
زه به یې ساتمه په زړه کې ستا د مینې خاطر
الله دې نه کړي چې به هېرې ته لاسوند لاړ شي
هر ځل مې نیت کې وي چې ټول بنګړي ورمات کړمه، خو
هر ځل جانان رانه همداسې ډک مړوند لاړ شي
د بې خودۍ په انتها کې ستا دیدار ته مخ شم
نو هغه دم جانانه غم زما له ژوند لاړ شي
زه په تاوان کې یم چې ښکلي چېرته ووینمه
دا زړه زرې زرې په ټولو شی پیوند لاړ شي