غزل
ګناه یې دا وه چې له خپله حقه تېر شو پښتون
ځکه خو هغه دم له ټولې نړۍ هېر شو پښتون
د زمانې د دار مدار پروا یې زړه کې نه وه
په دغه ډول په حالاتو کې را ګېر شو پښتون
جار یې شم زړه یې بس د سپین ایمان په څېر ښکلی دی
جار شم په دې توګه د خام هلک په څېر شو پښتون
نن یې په سپینه لمن داغ د ټروریسټ پورې شو
په لوی لاس اور کې را ایسار شو داسې ګېر شو پښتون
پراخ ګرېوان یې هم له لره هم له بر شلېلدلی
د زمانې په لېونیو کې چې شمېر شو پښتون
په خپل لستوڼي کې کرخت ماران یاران ګڼي تل
له دې امله خو له خپله لاسه زېر شو پښتون