Tuesday, June 24, 2008

غزل

شپه وي زه او ته وو او تر منځ مو بل څراغ وي
دې عجیب منظر ته کار پرې ایښی بیا دماغ وي

ته چې په مسکا شې نو پوهېږې چې بیا څه وشي؟
بس نو هغه ورځ مې ګرانې زړه د ګلو باغ وي

دومره پراخي مې د جانان په خوږ نظر کې وي
مانه یې ورک کړی د همه لوریو سراغ وي

ستا پښتنه مینه وي زما په غرني زړه کې
ځکه خو مې ښکلیه یاره زړه ور باندې چاغ وي

ما وې ستا تر څنګه دا رقیب لکه تور مچ غوندې
دې وې ستا تر څنګ لکه چنار سره چې زاغ وي

0 Comments:

Post a Comment

<< Home