Monday, November 12, 2007

نیمګړې کیسه


د هلمند د سیند تر څنګه
زرکلن کلی آباد و
چې تر ډېره عمره وروسته
یې زړګی په خوښۍ ښاد و
د هلمند د سیند تر څنګه
دغه کلی ټول را ټول و
سندریزه یې فضا وه
د زلمیو و اتڼ ته
په درزا د غزا ډول و
په دې کلي کې یو ځوان و
چې له شاتو نه هم خوږ و
چې په مټو کې یې زور د پهلوان و
چې په مینه کې تر ټولو قهرمان و
نازولی و د ټولو
ددې کلي که وړوکی و که ځوان
چې روان به و په لاره
ته وا ټول جهان روان و
داسې نور یې و په مخ کې
ته وا ستوری د آسمان و
دغه ځوان ته په همدې ورځ
ناوکۍ را ودېدله
لکه حوره د جنت وه
سپینه مینه لکه پوڅه
د سندرو نه وه سازه
ته وا سمه لکه لښته
تاوېدله به له نازه
په ښکلا وه سنبال شوې
په ادا وه سنبال شوې
لکه مسته غرڅنۍ هوسۍ طنازه
«« «
درز د ډول په کلي خور شو
د اتڼ ځوانان را پاڅېدل له واره
هیاهوی شو له میدانه پورته ګرد شو
بس له ټولو په یو آن کې
هېر د شلو کالو درد شو
او ځوانان اوړي را اوړي
د اتڼ د ډول درزا ته
د شېر برېتو شهیدانو
یتیمان اوړي را اوړي
یه کوربان ناره خوره شي
ددې کلي له هر کونج او له کناره
انګازه یې آن رسېږي بیا تر ښاره
»»»»»
پاس د بام له بر کنډوه
ښکلې نجونې په کتار دي
ته وا ښکلې مستې زرکې
ترهېدلې دي له ښکاره د ښکاریانو
کله پټ کړي ګل مخونه
کله نیم مخ را ښکاره کړي
چې په زړه یې څه راتېر شي
نو په نیمه خوله خندا کې
په سرخیو د حیا کې یې څرګند کړي
په موسکي انداز یې داسې
خولې ته سمه د زړګو خبره راشي:
واه دا و ګوره اتڼ خو
د هلمند د برېتورو ژڼو خوند کړي
»»»
لاندې ښکلي ځوانان اوړي او را اوړي
ډول درزېږي او درزېږي
د دې کلي شل کلن پراته ګردونه
له میدانه
او د کلي له کنډر کنډر دیواله
په دربي د مستو ژڼو پورته کېږي
د ډول درز او یا کوربان ناره شي پورته
بس نو حال د ژوند له شلو کالو وروسته
په میدان د برېتورو ژڼو داسې را څرګند شي
»»»
په دې حال کې کلی ډوب دی په خوښیو
په مستیو کې له شلو کالو ځنډه
چې په ښار کې
بس د تورو سرو کفارو
تر غوږونو
دا خبره چا په بل رنګ کړه ور تېره:
چې دا نن خو د هلمند د سیند تر څنګه
په یوه کلي کې عرب عجم را ټول دي
بس نو ستاسو موجودیت ته
ستر ګواښونه جوړوینه
او د سولې ټول بندونه
به د جنګ او د جهاد په وینو یوسي
ټول وطن به یو ځل بیا کړي لوټه لوټه
په همدې توګه به دا نړۍ څویم ځل
د جنګونو د اورونو سور تنور شي
چې انسان به پکې سوځي
انسانیت به پایمالېږي
بوډاګان به حلالېږي
تور او سپین به څوک نه ګوري
بس چې څوک وسله تر لاس کړي
نو لوټمار به یې ژوندون وي
نو یارانو همدا وخت دی
دا زموږه مشوره ده
چې همدا د انسانیت دښمنان ټول دي
پرې را واړوﺉ د اور د الوتکو
پروازونه
پرې ور سم کړﺉ
دغه تور اوږده توپونه
چې ددې کلي ذره ذره برباد شي
او چې سوله زنده باد شي
»»»»
نو بیا سم دم
د ناسمو معلوماتو له امله
په دې کلي بیا د قهر څپه راغله
ته وا سمه توره ټکه له آسمانه
په دې کلي شوه را غبرګه
ته وا سم غوبل د سره غوایه تکرار شو
نه آدم د زمانې شو ترېنه پاته
نه په شپول کې لنګه غوا شوه ترېنه پاته
نه هم روغه د مظلومې کونډې چرګه
نه ولاړه بیا د سیند په غاړه درګه
ساعت پس نو تورې لړې چې شوې ټولې
نو میدان د برېتورو مستو ژڼو
په سرو وینو تک سور واوښت
او د بام پر سر د جونو لوپټې وې
ته وا سم زیارت د پیر ملنګ بابا دی
چې په دې ډول
د اور د توپانونو
خونړۍ کیسه تکرار شوه
»»»»
بس دا اوس چې په هلمند کې
د اورونو کومه لوبه ده روانه
دا د دغې کیسې نیمه منظره ده
او دا نیمه به یې نوره
خدای خبر دی چې د چا په سر شي خلاصه
او چې څومره زنده سري به کړي لاندې
څومره ډېر ځوانان به واخلي
څومرې ډېرې نازولې
د ملالې خویندې میندې به و تروړي
دا کیسه نو یوه جړه ماشوړه ده
چې له ټولو یې سر ورک دی
او د مینې د خبرو
په کې هېڅ ګنجایش نشته.
»»»»

0 Comments:

Post a Comment

<< Home