Thursday, August 03, 2006

شعر- ګله

ګله په اغزیو کې ګلونو سره ناست ښه یې
ناست ښه یې اغزیو کې ګلونو سره ملاست ښه یې
رنګ او خوند او بوی به دې پیکه شي که جدا شولې
ته پخپل اصلي شکل که کوږ یې او که راست ښه یې

ګوره چې جدا نشې د خپل ګلاب مالت ځنې
جنګ دی او که سوله ده د دواړو منځ حالت ځنې
زور د جدایۍ په زړه کې نه لرې دا ومنه
ګوره چې جدا نشې له ښکلي طبیعت ځنې


ګله ! دا وطن منم چې ډېر زیات مشکلات لري
ډېر عجیب غریب غوندې سرزوري مخلوقات لري
ګرم د سره اور په شان یې اوړی ګرځېدلی دی
سخت له واورو ډک ژمی ساړه ساړه حالات لري

خیر که توره شپه ده او ډېوه نشته څراغ نشته
دلته که د سپینې سولې څرک نشته سراغ نشته
دا منم چې شاړې کروندې شوې په جنګونو کې
کور نشته، کهول نشته د سرو ګلونو باغ نشته

دا منم چې زور د زورواکانو ټول په لاس کې دی
ورور له ورور بېزاره دی په شک او په وسواس کې دی
دلته اختیارونه د ولس له لاسه ووتل
دلته یو شیطان د څو په شمار سړیو راس کې دی

ګوره چې محسوس نه کړې یوازې ځان د شپې په شپول
ستا خپلوان د دنګو هسکو غرونو ښایسته غاټول
ستا یاران ددې چمن د شنو باغونو شنه توتیان
ستا یاران ددې وطن اورژبي شاعران دي ټول

ګله! دا موسم او موسمونه به هم تېر شي ژر
ستا په شان ګلونه به په دې وطن کې ډېر شي ژر
ته له حوصلې او زغم نه کار اخله او ژوند کوه
داسې به له زړه نه دا غمونه بېرته هېر شي ژر

دلته به له تورې شپې نه وروسته روڼ سهار راشي
پس له ډېره وخته به موسم د نوبهار راشي
وچې د مېوو ونې به ساه واخلي او ګل به شي
وږم به یې داسې په دې کلي او په ښار راشي

تور د شپو څادر به آخر ټول له دې وطنه شي
دلته به بیا سپینه رڼا ورځ د کور څښتنه شي
ته به د ګلونو سره یو ځای وږمې وښندې
ورکه د باروتو بدبويي به له چمنه شي

هغه وخت که بیا له خپلې څانګې را جدا شولې
ته که په وربل کې ټیک د ښکلې شالیلا شولې
ته به د ژوندون په هر پړاو کې تل ژوندی اوسې
چېرته که د مینې په نامه یو ځل فدا شولې

ګله! خو اوس زغم کوه حالات ګوره او څار کوه
بس د سپینې سولې د راتللو انتظار کوه
هغسې د څانګې له ګلونو سره ناست ښه یې
وار کوه، چې وار دې کله ورسېد بیا وار کوه
آګست ۰۳- ۲۰۰۶
کابل- افغانستان

0 Comments:

Post a Comment

<< Home