Thursday, July 06, 2006

خوف او رجاع



شاعر له خواږه خوبه را ویښ شو، سترګې یې وموښلي او چې غوږونه یې لږ څک کړل، نو د جومات د ملا بانګ یې نری نری تر غوږ شو:
حی علی الفلاح
حی علی الفلاح ....
د لمانځه د تصمیم لپاره د تیاري نیولو په تکل کې و، چې د غزل ښاپېرۍ یې پر سر کښېناسته، چې یو غزل یې ولیکه :
چې په زړه مې ښکلیه ستا یادونه تېر شي
ځان مې هېر، جهان مې هېر، یزدان مې هېر شي

ته چې نه یې نو دا ټوله نړۍ غم شي
ستا یو غم زما په زړه کې دومره ډېر شي

ستا د حسن له جادو به کله خلاص شي
که یو ځل دې څوک په مینه کې را ګېر شي

د غزل او ستا تر منځه دا توپیر دی
چې ته نه یې نو غزل له زړه چاپېر شي

ستا د مینې د دیدار خواږه چې راشي
زړه بېواکه د واړه ماشوم په څېر شي

شاعر د یوې مقطع لیکلو په سوچ کې ډوب شو، که څه هم یوه نیمګړې غوندې مقطع یې ذهن ته راتله، خو زړه یې اوبه نه پرې څښلې، له ځانه سره یې وویل:
آیا دا حتمي ضروري خبره ده چې زما د هر شعر په وروستي بیت کې دې زما نوم هرومرو ذکر شي؟ په دې هکله یې سوچونه وهل، د غونډو راپورونو، نقدونو یو بهیر یې په مغزونو تېر شو، چې په دې مهال د شعر او هنر د یوه لوی عالم یوه خبره ورپه یاد شوه چې په یوه غونډه کې یې ویلي وو: "اوسمهال ضروري نه ده چې د هر شعر په وروستي بیت کې دې خپل نوم ور واچول شي، دا ځکه دا یو پخوانی روایت دی، پخوانو شاعرانو که دا کار کاوه، په هغه وخت کې د نن په څېر د چاپ ماشینونه نه وو، یوازې او یوازې به قلمي نسخې وې چې وېشل کېدې به او یا به هم شعرونه خوله په خوله له یوه نسل څخه بل نسل ته انتقالېدل، چې د شاعر د نوم ذکر د هر شعر په وروستي بیت کې لازمي وو، ځکه په دې ډول به څرګندېده چې دا شعر چا ویلی او د کومې زمانې و..."
دی لا په همدې سوچونو کې ډوب و، چې د بلبلو کوکو نارې اوچتې شوې، د چڼچڼو شور زوږ پورته شو، او د ختیځ پر کنډو لمر سر را پورته کړ.
په همدې مهال یې پام شو چې دی د ملا له آذان سره سم دم له خوبه را ویښ شوی دی او پرته له دې چې د لوی ذات ریاضت او عبادت وکړي، خپل قیمتي وخت یې د یوه غزل په مقطع بې ثمره تېر کړی دی، لږ خپه غوندې شو ویې ویل:
الله پاک دې په ما ورحمېږي، ما د هغه لوی ذات عبادت او ریاضت ونکړ، دا ځکه مې زړه ناکرار غوندې دی.
یو ځل بیا یې چې د خپل غزل مطلع ته وکتل چې څه داسې وه:

چې په زړه مې ښکلیه ستا یادونه تېر شي
ځان مې هېر، جهان مې هېر، یزدان مې هېر شي

له ځانه سره یې وویل: زه په رښتیا چې یو ریالیست شاعر یم، له ما څخه په رښتیا چې ځان، جهان او ددې ټول جهان رب او پالونکی هېر شوي وو، او زه یوازې د خپل جانان په ستاینه بوخت وم....
بیا له ځان سره موسکی شو، او هغه کلیوالي خبره ور یاده شوه چې وايي: " میری چې کله په اتڼ ګډ شي، خدای یې هېر شي."
شاعر زیاته کړه: الله لوی باچا دی، الله دې ماته معافي وکړي...
یو ځل بیا یې په ذهن دا خبره سپره شوه چې غزل نیمګړی دی، یوه مقطع غواړي، د غزل په مقطع پسې یو ځل بیا د خیال په نیلي سپور شو، خو هر څه یې چې وکړل، د غزل هغه ښاپېرۍ د خیال د قاف له غرونو ها خوا اوښتې وه او شاعر له ناچارې ورځې غزل همداسې پرېښود....
له سهار چای خوړولو وروسته، چې د شاعر حواس لږ پر ځای شول، نو یو ځل بیا یې خپل غزل تر نظر تېر کړ، په بیا بیا یې په زړه کې را تېره شوه چې باید یوه مقطع په غزل کې ور واچوي، خو هر څومره زور یې چې وواهه، پرې بر نشو.
شاعر له ځان سره بیا خپله پخوانۍ خبره تکرار کړه او خپل زړه ته یې د تسل ورکولو په دود وویل: که دا ځل له دې مقطع څخه بیخي تېر شم، نو ښه به وي، ځکه غزل پوره دی او هېڅ خو پکې نشته....

شاعر له ناکامې ورځې د خپل فکر فیصله په زړه ومنله او زړه یې د مقطع له لیکلو واړاوه.

غرمه مهال چې کله شاعر ګوله نیمه مړۍ له ستوني تېره کړه، نو یې خپل غزل یو ځل بیا له نظره تېر کړ، بیا یې په زړه را تېره شوه چې یوه مقطع یې کمه ده. خو بېرته یې خپل تصمیم واخیست، ویې ویل: وخت کم دی او باید ژر تر ژره د ښار تر ټولو لویې مشاعرې ته ځان ورسوم، چې د زړه بړاس پکې وباسم.
شاعر له کوره ووت، مګر دې خبرې ته یې پام نه شو چې پیسې ورسره کمې دي، کله چې په ښاري بس کې کښېناست، او جېب ته یې لاس کړ، نو خپلې ناپامۍ ته یې پام شو، چې یوازې دومره پیسې یې په جېب کې وې، چې د یوې خوا کرایه یې پرې ادا کولای شوای.
په لاره لاره یې له ځان سره وویل:
الله مالک دی، خدای به خیر پېښ کړي، د هغې خوا کرایه به له کوم بل شاعر ملګري څخه پور کړم، او بیا به یې د بلې مشاعرې پر مهال بېرته ورکړم.
شاعر په زړه کې کرل او رېبل، په خیالونو کې به ډوب شو، د ښار په لویه مشاعره کې به د نورو شاعرانو د شاباس او آفرین او یو ځل بیا ووایه آوازونه ور تر غوږ شول، چې په دې توګه به یې د زړه تلوسه نوره هم ګړندۍ شوه، له ځانه سره یې وویل: کاشکي د ښار دغه لوی بس، زما د خیال په څېر وزرونه پیدا کړي وای او زه یې یو ځل تر مشاعرې پورې د سترګو په رپ کې رسولای وای.
په همدې سوچونو او خیالونو کې ډوب شاعر به کله کله د خپل تازه غزل یو نیم بیت له ځانه نسبتاً لږ په لوړ اواز ووایه، چې د بس سپرلیو به ورباندې د لېوني شک وکړ...
شاعر د ښار لویې مشاعرې ته ورسېد، زړه یې په ټوپونو شو، د هر شاعر له شعر ویلو وروسته به یې زړه په ټوپونو شو، چې ګواکي اوس به نو د غونډې ویاند دده نوم اخلي، خو قسمت ورسره یاري ونه کړه، ماښام شو، او شاعر د ښار په لویه مشاعره کې همداسې ډک زړه پاته شو.
شاعر په هېڅ پوه نشو، چې چا څه وویل او چا څه نه وویل، دی یوازې د خپل شعر د اورولو اور په مخه کړی و، د غونډې ویاند ته یې ډېره غوسه راغلې وه، داسې چې کله کله به یې داسې څوک شعر ویلو ته ور وغوښتل چې هغه به شاعر نه و، یوازې د خبرو ګوډی به و، چې په دې توګه به یې نیم ساعت د شعر او شاعر په اړه وینا کوله.
شاعر به په غوسه غوسه په زړه کې د غونډې دغه ویاند مخاطب وګرځاوه او ویل به یې:
خدای دې خوار کړه، ته تر اوسه په دې خبره ونه پوهېدې چې نن مشاعره ده، که د شعر او شاعر په اړه سمینار، چې هر څوک در غواړې.
خو دا هر څه پای ته ورسېدل، مشاعره پای ته ورسېده، او شاعر مات زړه له مشاعرې څخه را ووت، دا خبره یې له یاده وتې وه چې له یوه شاعر ملګري څخه به د لارې کرایه پور کوي، او همداسې د مشاعرې له ځایه را په منډو شو.
د موټرو په تمځي کې ودرېد، لږ شېبه وروسته ښاري بس را ښکاره شو او شاعر بس ته ور پورته شو، له یوه تن سره په خالي کرسۍ کښېناست، او بیا په ژورو سوچونو کې ډوب شو.
یو وخت یې پام شو چې څوک یې خوځوي، چې ور ویې کتل، نو د بس کلینر و، هغه لاس ورته نیولی و، چې کرایه راکړه...
شاعر چې څنګه جېب ته لاس کړ، ور په یاد شول چې کرایه ورسره نشته، نو یې کلینر ته یې وویل:
پیسې په کور کې رانه هېرې شوې دي، زه نور څه نلرم، یوازې دغه یوه ټوټه شعر لرم که یې په کرایه کې اخلې نو درکولای یې شم.
د شاعر په داسې حال کې چې لاسونه یې رېږدېدل، کلینر ته یې د کاغذ په مخ خپل لیکل شوی شعر ور وړاندې کړ، کلینر د شاعر له لاسه شعر ور واخیست او د شاعر په مخ کې یې څېرې ویرې کړ، او سپکې سپورې یې را واخیستې، موټر ودرول شو او شاعر په نیمه لار کې د ښار له لویه بسه هم کوز کړل شو.

شاعر خپلو پښو ته زور ورکړ او پلی د خپلې کوډلې پر خوا را روان شو، په لاره لاره یې د ښۍ پښې د څپلۍ بند هم وشلېد، چې په دې توګه اړ شو چې خپله یوه څپلۍ په لاس کې ونیسي او همداسې نیم پښې یبله د خپلې کوډلې لاره لنډه کړي.

شاعر خپلې کوډلې ته را ورسېد، په یوه آن کې یې له سترګو ټوله ستړې ورځ تېره شوه، ژر ژر یې اودس تازه کړ، د ماسختن لمونځ یې وکړ او بیا یې د الله پاک په دربار کې سر په سجده کېښود او په ژړه غوني انداز یې وویل:
یا الله!
ته مې هېر کړی وې، ځکه خو زه له تا څخه نن ورځ هېر شوی وم!
یا الله!
ته چې زما له نظره ولوېدې، نو زه ستا د هېڅ یوه بنده په نظر ورنه غلم، زه د ټولو له نظره ولوېدم او سپک شوم.
یا الله!
ستا دربار ډېر لوی دی، زه ستا وړوکی بنده یم – ماته د خپلو ګناهونو معافي وکړه!
آمین
ثم آمین
شاعر د ستر پالونکي له دې لنډ شانته ریاضت او عبادت وروسته په خواږه او آرام خوب ویده شو.

پای