Wednesday, July 26, 2006

طنز

سره اشاره

درنو مسافرو او میلمنو !
د پرمختللی افغانستان هوايي شرکت الوتکه به چارک کم لس بجې د هرات له هوايي ډګره پورته کېږي او چارک باندې یوولس بجې به د کابل په هوايي ډګر کوزیږي.
درنو مېلمنو ته خواست کېږي چې د الوتکې د الوتنې پر مهال، او د الوتکې د کوزېدو پرمهال د کوربه له هدایاتو سرغړونه ونه کړي! که نه ګیله یې بیا له خپله ځانه.
الوتکه چالانه شوه، زه چې د نړۍ په ډېرو ښکلو الوتکو کې مې پروازونه کړي، د خپل هېواد د یوه مشهور شرکت په تر ټولو لوکسه الوتکه کې ناست یم، او له هرات ښار څخه کابل ته روان یم.
د الوتکې تر چالانېدو لږ وړاندې مې له یوه تن پیلوټ سره سلام علیک وکړ، ورته ومې ویل چې له ماشومتوبه تر دا نن مهاله پورې په الوتکو کې د نړۍ په ګوټ ګوټ را ګرخېدلی یم، مګر تر اوسه پورې مې یوه هیله نه ده پوره شوې.
هغه په خورا ورین تندي را څخه وپوښتل:
کومه هیله؟
ما ورته وویل:
دا چې زه د پیلوټ تر څنګ په کابین کې کښېنم او دغه لاندې خلک د پیلوټ له دریڅې وګورم.
هغه وخندل ویې ویل:
دا خو ډېره اسانه خبره ده، ما ویل غواړې پخپله الوتکه وچلوې، ظالمه ته یو ځل پر خپله کرسۍ کښېنه، کله چې الوتکه هوا ته پورته شوه نو بیا به دې زه له خپل ځان سره کښېنوم.
زه ډېر خوښ شوم، چې زما د ژوند وروستۍ هیله هم ترسره کېدونکې ده.
د الوتکې شور جګ شو او ورو ورو د الوت کرښې ته وښوېده، او کله چې د الوت په کرښه برابره شوه نو د الوتکې یو تن کوربه چې سپینه چپنه یې لکه د نرس په غاړه او څو ځایه چای پرې چپه شوی و او تپی تپی ښکارېدله، د مساپرو خواته له کابین څخه را ووت، ویې ویل:
وروڼو – خویندو میندو، ځانونه چمتو کړئ! پخپلو ځایونو ودرېږئ!
له دې خبرې سره زه حیران شوم، پخپلو غوږو مې باور نه راته، ما ویل ګني دا سړی لېونی شوی دی، خو څو ما پوښتنه کوله، هغه خپلو خبرو ته له یوه لنډ شانته ډیل وروسته داسې دوام ورکړ:
زموږ الوتکه به اوس د هرات له هوايي ډګره پورته کېږي، دا چې د الوتکې د بره تګ سیستم خراب غوندې دی، نو له تاسو ټولو څخه هیله کوم چې له خپلو ځایونو څخه پورته شئ او د الوتکې ښکتنۍ برخې ته ټول راټول شئ! کله چې د الوتکې وروستۍ برخه درنده شي نو زموږ د پورته ختلو امکانات ۸۰٪ کېږي، هیله کوم ژر کوئ!
په دې وخت کې ټول له ناچارې ورځې د الوتکې ښکتنۍ برخې ته را پنډ شوو، داسې لکه د کوم شپانه رمه چې له څړځایه وروسته په ټکنده غرمه کې د یوه توت ونې ته را پنډه شوې وي. موږ هم یو دبل خولې سره بوی کړې، ماته مخامخ یو کاکا و، چې نسوار یې هم اچولي وو، او دا چې د عمر ډېرې سړې تودې یې تېرې کړې وې، چې له امله یې غاښونه هم له لاسه ورکړي وو، کله به چې الوتکې لږ ټکان وخوړ، نو دده خوله به هم له واره ورسره چوله شوه، چې بیا به یې په شینچکه ږېره کې د شنو نسوارو یوه لیکه جوړه شوه، ما ددغه منظر د لیدو تاب نه لاره او سترګې مې پټې کړې، د هغه خوارکي را باندې زړه وسوځېد، ویې ویل:
ځوانه لکه چې وډار شوې؟
ما په داسې حال کې چې سترګې مې پټې نیولې وې وویل:
کاکا! زما لومړی وار دی چې په داسې الوتکه کې سفر کوم.
ـ بسلمانه! بیا خو ملامت نه یې، زما ډېر عمر د اینجې په تجارت کې تېر شوی، د دونیا ملکونه مې لیدلي، هندوستان خو مې لوټه په لوټه کتلی، خو داسې تیارې (الوتکې) مې نه وې لیدلې، الله دې خیر پېښوي.
د کاکا هره خبره ګل خبره وه، خو د خولې بوی یې ډېر سخت ژوبل کړم، الوتکه چې کله په لیکه تېزه شوه، نو په یوه ستره جټکه داسې مالومېده چې پورته شوه، ټولو سپرلیو یاچاریار نارې وکړې، لږ شېبه وروسته چې کله الوتکه بېرته خپل عادي حالت ته راګرځېده، نو هغه سپین چپنۍ کوربه بیا را مالوم شو ویې ویل:
وروڼو او خویندو!
د الله پزل وشو، الوتکه د کابل په لیکه برابره شوه، او ان شاالله چې په یوه ساعت کې به موږ په کابل هوايي ډګر کوزېږو، اوس مهرباني وکړئ پخپلو خپلو ځایونو کښېنئ.
چې له دې خبرې وروسته په داسې حال کې چې ټول ښه خولې خولې وو، یو انډوخر جوړ شو، تور درب و او هر څوک له سره په دې لټه کې و، چې ځانته نوی ځای اشغال کړي، دا خبره نه وه چې څوک چېرته ناست وو، بېرته دې پر خپلو ځایونو کښېني.
شېبه وروسته چې کله په یوه کرسۍ کښېناستم، نو د هغه نسواري کاکا له لاسه چې مې زړه پوزې ته راغلی، اوس لږ څه آرام شوم، خو دا ارامي لکه چې ډېره لنډه شېبه وه، که ګورم چې لږ وروسته هغه هم راغی زما تر څنګه په کرسۍ کې کښناست.
ماته یې په خورا مینه ناکه لهجه وویل: زلمیه! ولا چې خوا مې ډېره درباندې بده شوه، ته نابلده وې، هو رښتیا زه چې لومړی ځل په سنه ۴۲ کې هندوستان ته په تیاره کې کېناستم نو له زړه مې یو خدای خبر و، ورکه وه یې، څه سر به دې خوږوم، لرې دې له مخې دومره کانګې مې کړې وې چې نېږدې وو خلک مې له تیارې نه هسې د خپل کلي پر خوا راخوشې کړي، خو بس خدای پاک به زموږ پوره کړې نه وه....
کاکا لا خپلې خبرې نه وې ختمې کړې، چې د پیلوټ له کابین څخه هغه پیلوټ راښکاره شو، ماته یې اشاره وکړه، په زړه کې مې شکرونه وایستل چې له کاکا نه خدای خلاص کړم، راځه نو اوس د خپل آرمان ترسره کولو شېبه راغلې ده. نو په داسې حال کې چې را پاڅېدم کاکا ته مې وویل:
وبخښئ کاکا، زه لږ کار لرم، چې کله وزګار شوم نو بیا به دې خپله کیسه تمامه کړې.
کاکا ته دا خیال ور ولوېد چې ګواکې زما هم خوا بده بده کېږي، نو یې راته وویل: ځه الله دې مل شه چې کله بیا راغلې نو ډېرې کیسې به درته وکړم.
زه یو څو کرسۍ لا له خپل ملګري کاکا څخه نه وم لرې شوی، چې یو ځل مې پام شو، هډونه مې زیږه شول، او په داسې حال کې چې له حیرانۍ مې خوله جینګه پاتې وه، له ځانه مې دا وپوښتل، که دغه سړی چې هلته د کابین په خوله کې ولاړ دی، پیلوټ وي، نو دا الوتکه څنګه پخپله روانه ده؟ خو بیا مې ځان ته په دې خبره تسل ورکړ چې ښايي هغه سپین چپنۍ کس به اوس تیاره چلوي، هسې هم د الوتکو پیلوټان دوه تنه وي...
خو که رښتیا خبره وکړم، ښه پوره وېرېدلې وم، او چې څو پیلوټ ماما ته ور رسېدم، نېږدې مې زړه ترک چاودلی و، پیلوټ ماما راسره یو ځل بیا په ګرمۍ د زړه خواله وکړه، ویې ویل:
راځه ځوانه چې زه دې نن د زړه آرمان پوره کړم، هسې هم زړه مې تنګ شوی و، ما ویل چې له تاسره به تر کابله خوله نیمه خندا هم شریکه کړم او ګوره اې! ځوان راته ښکاره شوې، په ځوانانو زما لورېینه ده، ګنې دلته بل چاته اجازه نشته ....
پیلوټ پخپلو خبرو لګیا و، خدایزده څه څه خبرې یې کولې، او ما پخپل زړه کې خپلې کلمې ګردانولې او چې کله کابین ته ننوتو، نو ومې لیدل چې هلته یوازې هغه سپینه چپنه چې یې اغوستې وه، او لږ شېبه وړاندې یې موږ را پنډ کړي وو، د پیلوټ شاته په یوه کرسۍ ناست و، او چای یې سوراوه. زړه مې په درزا شو، سترګې مې له ورایه ورکې غوندې شوې.
پیلوټ ماما هغه بل تن ته چې سپینه چپنه یې اغوستې وه وویل: پاڅه! خدای دې خوار کړه، دلته نه ګورې چې مېلمه راغلی، ورشه یوه پیاله چای ورته راوړه چې دواړه خپل مجلس وسوروو.
هغه سړي (ښه ده صیب) وویل او بهر ته ووت.
زه نه پوهېږم چې زما حالت به په هغه مهال څه ډول و، خو پیلوټ ماما لکه چې زما په وېره پوهېدلی و، ویې ویل:
ځوانه! دا د نړۍ تر ټولو ښکلې او پرمختللې الوتکه ده، بس یوازې په پورته کېدو او کوزېدو کې لږ ستونزه لري، نور چې کله هوا ته پورته شوه، بیا پخپله ځي. هغه یوې سرې تڼۍ ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه:
دا وګوره ! دا تڼۍ چې کله کېکاږو، نو الوتکه پخپله په اتومات ډول روانېږي، چې بیا یې پیلوټ ته هېڅ حاجت نه پېښږي.
د پیلوټ ماما خبرې جالبې وې، خو زه وېرېدلی وم، او له ځانه سره مې ځان ته بد رد ویل چې ما له دې بلا نه څه بلا غوښته.
لږ شېبه وروسته هغه بل سپین چپنۍ کس راغی، چای یې راوړ، پیلوټ ته یې له احترام وروسته زموږ مخې ته کېښود. خو زه د چای مای په کیسه کې نه وم، زما اوس پام یوې بلې سرې اشارې ته اوښتی و، ځکه له ماشومتوبه تر دې مهاله پورې موږ ته سره اشاره د خطر نښه ښکارېده، او هغه سره اشاره همداسې ډیم او پول کېده.
زه په همدې ذهني ګډوډتیا کې وم، چې پیلوټ را باندې غږ کړل، ویې ویل:
ځوانه چای دې سړېږي، څښه یې که نه!
زما ژبه په تالو پورې نښتې وه، او په ډېره وارخطایۍ مې ورته وویل:
ها ها هاغه سس سره اش اشاره....
له دې خبرې سم دم د پیلوټ له خولې یو کړس شو، یوه داسې خندا یې وکړه، چې ما وې خدای خبر کوم څه شی وچاودېد. که ګورم چې پیلوټ له څوکۍ څخه لاندې خپلو تشو ته لاسونه نیولي دي او زما په ساده ګۍ پورې خاندي او رغړي.
د پیلوټ زړه لا تش شوی نه و او په خندا خندا کې یې وویل:
ځوانه ! هغه سس سس سس سره اش اش اشاره .... ها ها ها – ځوانه هغه اشاره د همدې خرابوالي اشاره ده، چې دا شپږ میاشتې کېږي، همداسې ډیم او پول کېږي او موږ په توکل دا الوتکه چلوو....
د پیلوټ په دې خبره مې سر وچورلېد او بې سده شوم، چې کله را په خود شوم که ګورم چې په کابل کې په خپل کور کې په چپرکټ پروت وم.
پای
جولای ۲۶- ۲۰۰۶

0 Comments:

Post a Comment

<< Home