Sunday, August 27, 2006

لنډه کیسه:

غچ

تېره شپه باران ورېدلی و، د خام سړک په جمپونو کې ښې ډېرې اوبه او خټې را ټولې شوې وې، یو کورولا نوی ماډل موټر په یوه شڼ د زرګل ماما تر څنګ تېر شو چې په دې توګه د زرګل ماما سپین کالي په خټو ککړ شول، زرګل ماما په داسې حال کې چې ښه ډېر نسوار یې تر ژبه لاندې اچولي وو، کنځلې یې په خوله راغلې، په ایا ډې ناړټ شه، پډړ ناړټیه (په حیا دې نالت شه، پدر نالتیه)....... بیا ددې لپاره چې خپله خوله لږ سپکه کړي، نسوار یې په یوه شړک په ځمکه تو کړل، غاړه یې تازه کړه او په لوړ آواز یې خبرو ته دوام ورکړ: نن د هر چا موټر تر پښو لاندې دی، هر څوک موټر چلوي، دا نه ګوري چې څوک تر دې آسمان لاندې بونیادمان دي که هسې سپیان، خو نن آخره زمانه ده، د خدای اجوبه مخلوکات را پیدا شوي دي، نه تور ګوري او نه سپین، بس چې موټر ته کېناست ته به وايي آسمان ته وخوت....
زرګل ماما لګیا وو، ځمکه او اسمانونه یې یو پر بل ویشتل، خو خبرې یې یوازې له ځان سره وې، ځکه دا وخت دی یوازې د سرک پر سر د کلي څخه کوم سل متره لرې و، کله کله به ځان ته هم په غوسه شو چې ولې یې پام نه کاوه، خو بیا به یې ویل چې زه نو څنګه پام وکړم، د غوږونو دروندوالی زما تر ټولو ستره ستونزه ده چې له شا لوري د جټ الوتکې اواز هم نشم اورېدای. مسکین ملامت هم نه و، بس څو شېبې وړاندې یې د جمعې د لمانځه لپاره پاکې جامې اغوستې وې، خو اوس حیران دریان و، نه پوهېده چې جومات ته همداسې په خټو ککړ پکړ ولاړ شي که بېرته کورته را وګرځي او جامې بدلې کړي، تر لږ ډېرو چورتونو وهلو وروسته یې سلا په دې راغله چې یاره بس خدای پېښه کړې ده، همداسې به جومات ته ځم، خدای خو مې ویني چې جامې مې په لوی لاس نه دي ککړې کړې.
د کلي تر بازاره پورې نیم ساعت لاره یې لا په مخ کې وه، له ځانه سره یې وویل: که تر بازاره پورې لاره په پښو لنډه کړم دوه ګټې به مې کړې وي، لومړۍ دا چې په کالیو پورې نښتې خټې به وچې شي، چې بیا په لږ ډېرو موښلو سره له جامو څخه لرې کېدای شي، او بل دا چې نن به نوی ملاصیب هم وګورم چې په خبرو کې یې څومره اثر دی، هم ثواب هم خرما.
زرګل ماما په لاره لاره چورتونو اخیستی و، یو وخت او زمان ور په یاد شو چې د کلي د سپین ږیرو پر وړاندې به دوی سمې خبرې نشوای کولای، وار خو د کږو او ناوړه خبرو شو، سر یې وښوراوه او له ځانه سره یې وویل: بس الله دې پزل وکي، دا د آخرې زمانې ټولې نښې نښانې دي. زموږ ایمان ته دې خدای خیر پېښ کړي، چې نور به لا څه وینو او ګورو.
زرګل ماما، چې هسې یې هم چورت خټې و، نیم ساعت وروسته که ګوري چې د جومات تر څنګه هماغه کورولا موټر ولاړ دی، د کوم له لاسه چې دده جامې په خټو ککړې شوې وې. دا چې له کلي نه تر دې دمه له کوم پېژندوی سره نه و مخ شوی چې خپل زړه ورته تش کړي، نو دلته یې یو ځل بیا ډک زړه په درزېدو شو، چې کله کورولا موټر ته ور نږدې شو که ګوري چې ټولې شیشې یې بندې دي او چلوونکی یې جومات ته ننوتلی و، نو وار له واره یې د کورولا په مخکینۍ شیشه د نصوارو ډکه خوله تشه کړه، یو چړپ شو او نصوار لکه د کوم هوايي مرغه مرداري د موټر په شیشه یوې او بلې خواته روان شول.
په دې توګه یې لږ زړه آرام شو، بیا د جومات په برنډه کې ودرېد خپلې جامې یې لږ وموښلې او وچې شوې خټې یې ترې وتوږلې. وروسته په آرامۍ سره جومات ته په داسې حال کې ور ننوت چې په یوه لاس کې یې بوټان نیولي وو او په بل لاس یې د خپل څادر پیڅکه ټینګه کړې وه تر څو له خپلې اوږې یې ونه ښویېږي.
زرګل ماما چې کله خپل بوټان په جومات کې خوندي ځای ته ورسول، نو د خپل ځای د میندلو په تکل یې شاوخوا وکتل، په دې کې په یوه صف کې کېناست چې بیا یې په غور سره د جومات ځوانکي ملاصیب ته غوږ کېښود:
"..... نو مسلمانانو وروڼو، په تحقیق سره خبره دا ده بله نه ده، هر هغه څوک چې وکړي بې احترامی د مشرانو، نو که په دې دنیا نه وي، په هغه دنیا خو به وویني سخت عذاب د لوی خدای له طرپه، نو ټولو مسلمانانو ته په کار ده چې وکړي احترام د مشرانو او وکړي شفقت په کشرانو. غلطي کېږي د انسان نه، که چېري تاسو وکړه کوم وخت غلطي د احترام نه کولو، نو وغواړﺉ له خپل مسلمان ورور نه معافي، بېشکه معافي غوښتل او معافي کول د اخوت، صداقت او شرافت نښې نښانې دي...."
زرګل ماما د ملاصیب خبرو ته غوږ و، یو وخت یې په زړه کې را وګرځېدل چې کله د جمعې لمونځ خلاص شي، نو د کورولا خاوند به پیدا کوي او بیا به د خپل غچ اخیستلو نور ګوزارونه هم پرې کوي، تر دې چې د خلکو پر وړاندې یې ملامت کړي او بیا معافي ورته وکړي.
د جمعې لمونځ خلاص شو، خلک ټول سره وخوځېدل، زرګل ماما هم له جومات څخه را ووت، د جومات تر څنګ د یوه دوکان تر څپرې لاندې یې ځان ناګاره واچاوه، داسې چې ګویا کوم زبردست ښکاري چې د ښکار کولو لپاره څار کوي.
ښه ډېر خلک را ووتل، خو د کورولا څښتن پکې را څرګند نه شو، لږ وروسته د جومات ملاصیب راغی، کورولا ته ودرېد، او چې کله یې له جېبه کلي را وویسته، نو د زرګل ماما زړه په درزېدوو شو، ملاصیب د کورولا د دروازې په خلاصولو و، چې نصوارو ته یې پام شو، په لوړ آواز یې وویل:
دا کوم فرعون، دا کوم یهود، دا کوم ملحد دا کار کړی دی، خدای دې ورکړي عذاب سخت، خدای دې یې ونیسي په دې ګناه سره او که ګوتو ته راغی نو ترې وبه باسم څرمن، او په تحقیق سره دا ملعون د بښلو وړ او لایق نه دی.
زرګل ماما چې د ملاصیب دا سخت ګواښونه ولیدل، ورو له خپله ځایه را جګ شو او د کلي خوا یې ونیوه، خو په زړه کې په دې خبره خوشاله و چې خپل غچ یې اخیستی دی.

0 Comments:

Post a Comment

<< Home