Monday, August 07, 2006

لنډه کیسه

کوماندان صیب- هغه انګور مې آرمان دي!!!


پیر زرخان د پلچرخي له پاټک سره ډېر وخت انتظار و، هر موټر به چې له پل محمود خان هډې څخه د تورخم او یا هم جلال آباد پر خوا را خوشې شو، او تالاشۍ ته به ودرېد، نو ده به یې موټروان ته خوله وړینګه کړه چې ګوندې تر سروبي پورې یې ورسوي، خو هر ځل به له دې چې ګواکې په موټر کې ځای نشته ځواب سره مخ شو. له ډېر انتظار سره یې پښې شلې شوې، د تالاشۍ د غرفې سره څنګ ته یې د وړوکې توت ونې سیوري ته څادر خور کړ- او پرې کېناست. لږ شېبه په ژورو چورتونو کې ډوب شو، د یو ډول ستومانۍ او بېوسۍ احساس واخیست... دی پخپلو چورتونو کې ډوب و، چې یوه تن له موټره د افغانیو لس زریز نوټ ور وغورځاوه او ورته ویې ویل: دوا کوه ... ده څو ورته ویل چې زه په دې کیسو کې نه یم چې خیر ټول کړم، خو موټر روان شوی و.. ده په داسې حال کې چې پخپله بې وسۍ پورې خندا ورغلې وه، هغه نوټ ور واخیست، شاوخوا یې وکتل او بیا یې ورو غوندې پخپل جیب کې غلی کړ. پیر زرخان تر ډېره ناست و، بیا یې تصمیم ونیو، چې یاره موټر خو هسې هم نه پیدا کېږي، سروبی دومره لرې نه دی، باید په یوه لاری یا شانزده بیست موټر پسې ځان ونښلوم، همداسې وو چې لږ شېبه وروسته یو بارداره شانزده بیست را ښکاره شو، او چې کله یې د تالاشۍ کار تمام شو نو ده هم له شانه پسې ودانګل او د موټر شاته یې ځان ونښلاوه، نیم ساعت یې ځان د موټر په شاتنۍ برخه پورې نښلولی وو، کله چې ډاډه شو چې له پاټک نه ښه لرې شوی دی، نو ورو ورو د موټر سر ته وخوت او د موټر جنګلې ته یې ډه ډه ووهله او پښې یې په کرېټونو هوار شوي ترپال باندې وغزولې. لا یې دمه نه وه جوړه چې د موټر دروازه خلاصه شوه او کلینر سر ورته را ویوست:

- وه خیرنه ! ته دلته څه کوې؟ کوز شه کنه نو د موټر له بامه به دې را خطا کړم !
- خیرن به پخپله یې! پمنه! ته مې نه پېژنې چې زه څوک یم !
- ولا ومې نه پېژندې ! څوک یې تته ته څوک یې ...؟
- زه د کوماندان لېوني د دولسمې پوستې لېونی کوماندان یم، چې یو ځل تر خپله ځایه ورسېږو نو زه به بیا له تا سره ګورم!

کلینر چې دا خبره واورېده لاسونه یې په رپېدو شول... ژر یې سر بېرته ننه یوست.. موټر په داسې حال کې د ماهیپر کږلېچونو ته رسېده، یو ځل بریک ونیو.. موټروان او کلینر دواړه له موټره را کوز شول او په عذرمنه لهجه یې پیر زرخان ته وویل:
- کوماندان صیب تاسو راکوز شئ! دلته په سیټ کې کېنئ ! تاسو هلته ولې ناست وئ- دلته راکو شئ صیب!
پیر زرخان په داسې حال کې چې په برېتونو کې مسکی مسکی کېده ورو ورو له خپله ځایه را کوز شو او د موټروان له سیټ څخه شاته د شانزده بیست په هغه سیټ کې چې کلینر د شپې له خوا پکې آرام کوي، کېناست. موټروان ژر پر خپل کلینر ور غږ کړل: هلکه ته یو کرېټ انګور راکوز کړه چې له کوماندان صیب سره مجلس پې تود کړو!
کلینر د موټر له سره یو کرېټ انګور هم را کښته کړل او بیا مجلس ګرم شو.
موټروان وپوښتل: کوماندان صیب! تا ولې ځان په عذابوه – چې د موټر سرته ختلې، ولې دې نه وې...
پیر زرخان یې خبره ورپرې کړه ویې ویل: انصاف دې روزي شه، هلته خو مسودیان وو، که مې خوله چوله کړې وای اوس به مې په ژبه ډاکټر هم نه پوهېده او خدازده چېرته به یې وړی وم او څه کانې به یې را باندې کړې وې.
- هو رښتیا، زما خو دې خبرې ته پام نه و.
پیر زرخان په داسې حال کې چې انګور یې په مزه مزه خوړل، موټروان ته یې وویل:
ستا دغه کلینډر ډېر ناشولته هلک دی، ماته یې کنځلې وکړې، زه به ورسره ګورم!
د کلینر رنګ ژېړ شو ویې ویل: کوماندان صیب ما نو ته څه پېژندلې، که مې پېژندلی نو ولا کې مې چړت هم له خولی درته وتلی و....
موټروان: غلی شه! د لېوني زو! ستا د لاسه زما ورځ ګرځېدلې ده، اوس د کوماندان صیب لاسونه چپ کړه او پښو ته یې ولوېږه، چې ماف دې کړي، که نه نو ولا که دې زما پلار هم ترې خلاص کړي.
کلینر نور هم وارخطا شو که څه هم ډېر وېرېدلی و، خو زړه یې نه غوښتل چې د کوماندان خیرن لاسونه چپ کړي او په پښو کې یې ور ولوېږي، زړه نا زړه و، چې څه وکړي..... دې بلې خوا ته نو د پیر زرخان پر شونډو فاتحانه موسکا غوړېدلې وه، په زړه کې یې کرل او رېبل....
خو بالاخره یې په کلینر زړه وسوځېد ویې ویل: نه نه، زما لاسونه مه چپ کوه او مه مې پښو ته رالوېږه، ما ماف کړې، خو پام کوه چې بل ځل داسې ګوستاخي ونه کړې که نه نو- بیا خو پوهېږې چې زه څوک یم.
- هو صیب پوی شوم، تاسو د کوماندان لېوني د ۱۲مې پوستې لېونی کوماندان یاست، زما دې په توبو توبه وي او بیا به داسې غلطي ونه کړم.

««««
موټروان له پیر زرخان څخه ډېرې پوښتنې وکړې، داسې پوښتنې چې اووه پوښته یې وپوښت، تر څو سم په رسمیت یې وپېژني، ددې لپاره چې د بل ځل لپاره په لاره ورته څوک تاوان وانه ړوي، نو یې د پیر زرخان د ټولو پاټکي ملګرو پوښتنې هم وکړې، چې پیر زرخان بیا د خپلې حافظې تر مداره د ټولو یارانو نومونه ورکړل، تر څو په لاره کې له کومې سختۍ سره مخ نشي.
دوی په همدې خبرو اترو کې وو، چې د سروبي د سر ۱۲مې پوستې ته موټر را ورسېد، د پوستې تر مخ د پخو خښتو یوه بار لارۍ ولاړه وه، چې د پاټکیانو د سهولت لپاره یوه بله خونه هم جوړېدله، پوستې یا پاټک ته رسېدونکي موټر له دواړو خواوو چې به راغلل نو د پاټکیانو له خوا به درول کېدل، کله چې ددوی موټر ور نېږدې شو، نو موټروان خوښ و، چې له دې بلا خو به له خیره سره د کوماندان صیب په امر خلاص شي، همدا وو، چې موټر یې لږ زړور د یوه پاټکي پر خوا چې د سړک خوا ته ولاړ و او د دوی موټر ته یې د درېدو اشاره کوله ور خوشې کړ، کله چې یې موټر ودراوه، نو یې خورا په غرور د موټر له کړکۍ سر ور ویوست ویې ویل:
له موږ سره کوماندان صیب ناست دی، ناوخته ده، لاره خوشې کړه!
پاټکي: کوماندان؟ کوم کوماندان؟
- ستاسو د پوستې کوماندان لېونی!
د پاټکي اوسېله پای ته رسېدلې وه، په ډېر زور یې د موټر دروازه خلاصه کړه او په چیغه یې وویل:
راکوزېږه! د لېوني زو، دا بل لېونی هم را کوزوه درسره چې له تاسو سره مې کار دی!
اوس نو له پیر زرخان څخه وار پار خطا و، داسې و لکه مږه چې په تلک کې ونښلي، داسې وارخطا وو، لکه کلینر چې یې وارخطا کړی و، ژبه یې په تالو پورې نښتې وه.... په همدې کې ټول را کښته شول.
پاټکی په غوسه و، او درې واړه (موټروان، کلینر او پیر زرخان چې دوی ته یې د ۱۲مې پوستې کوماندان ځان معرفي کړی و) یې د خپل ټوپک په کونداغونو ښه نرم کړل، بیا یې د سرک پر سر له خښتو بار شوې لارۍ ته ودرول او ورته ویې ویل:
اوس نو دا خښتې پوستې ته وخېژوئ- زه به دلته ستاسو په انګورو لږ مزې وکړم او دمه به شم- چې کله مې دمه جوړه شوه بیا به له تاسو سره ګورم!
موټروان، کلینر او پیر زرخان د خښتو چلولو ته ولګېدل، خو هره پېره به چې د پوستې په نرۍ لاره ختل، نو موټروان به پیر ته په لاره لاره مخ راواړوه او وبه یې ویل:
کوماندان صیب! هغه یو کرېټ انګور مې ارمان دي چې په تا مې وخوړل!
چې په دې خبرې سره به پیر زرخان د شرم او خجالت له لاسه په ځمکه ننووت، او څه به یې نه ویل، او موټروان به له خندا شین شو او بیا به یې د پوستې پر خوا نرۍ لاره ونیوه.

0 Comments:

Post a Comment

<< Home