Tuesday, February 03, 2009

د افغانستان د کرکټ ټیم د بریالیتوب په ویاړ


تېره شنبه یعنې د ۲۰۰۹م کال د جنورۍ میاشتې په ۳۱مه نېټه افغانستان په ارجنټاین کې د شپږو هېوادونو په ټورنامنټ کې د ۲۰۱۱م کال د نړیوالو لوبو د غوراوي د درېمې مرحلې (ډویژن ۳) لوی بری ترلاسه کړ، چې ددغې ستر بري مبارکي ټولو هېوادوالو ته وړاندې کوم. تمه ده چې نن به د هېواد د کرکټ اتل لوبغاړي افغانستان ته راځي، په همدې مناسبت ددوی د ښه راغلاست له پاره دغه شعر دوی ته ډالۍ کوم
تش لاسونه ووځي میدان ته زمري
راوړي په لاسونو کې جامونه د بري

ګران افغانستانه خدای دې ساته له بد سترګو
خدای دې ګرم ساته د ژوندون ډک نغري

بیا لویه خوښي د لوی اختر غوندې راغلې ده
بیا جونو اغوستي کمیسونه زر زري

بیا کرکټران مو فاتحان شول د میدان
بیا یې په شا راوړل د ګلونو لوی وري-۱

مونږ باندې خوږې لګي د ژوند خوږې نغمې
خدایه مه یې اخلې دا غزلې د قمري

بیا شو د ژوندون د خوشیالیو فصل شین
خیر کې ربه نن خو دا کمال له خوښۍ مري

۱ وري – د "و" په زور د "ر" په زېر د "وری"جمع شکل دی چې بار ته ویل کېږي