Monday, September 25, 2006

ادبی لیکنه


زوړ او ځوان

له تراوېح لمانځه وروسته
بوډا سړي د خپل څنګ یوه ۳۰ کلن ځوان ته مخ را واړاوه او ویې ویل
هلکه!
ځواني دې وشرموله
موږ چې تا غوندې ځوانان وو،
والله که به مو د غرونو په مزلونو کې ری واهه
ستړیدن مو نه و
او راشه تاته ګوره
چې په دویم رکات کې په ګونډو شوې او په ناستو دې وکړ
ځوان په داسې حال کې چې پوره خجالت شوی و، وویل:
بابا تاسو خو د ځوانۍ هغه خوند او رنګ ولید چې موږ یې ارمان کړی دی
تاسو د دنیا په ټولو نعمتونو مالا مال واست
راشه موږ ته چې کله مو سترګې خلاصې کړې دي
نو خوږه خبره مو نه ده اورېدلی
دا چې تر لمانځه پورې راغلي یو هم لوی شکر دی
موږ په یوه ګوله مړۍ ماړه نه شوو
تاسو خو ...
بوډا سړي یې خبره ور پرې کړه ویې ویل
دا چې په لومړی سر کې سړی هېڅ ونه لري د هغه غم څه دی
مانا دا چې تاسو لوی شوی یاست په هېڅ کې – او د هېڅ غم باید ونلرﺉ
راشه موږ ته
چې هر څه مو په لاس کې وو
د خدای د هر نعمت مزه مو څکلې وه
که هغه ځواني وه او که ماشومتوب و
کله چې د ځوانۍ هغه لوړې څوکې ته وختو
نو بیا د خدای ج ټول نعمتونه
د جنګونو په اورونو کې لولپه شول
بس د اور او وینو په دې اوږده لوبه کې
موږ هر څه له لاسه ورکړل
نو ستا پر نسبت زما تاوان زیات دی
او تر تا باید زه ډېر ژر له پښو لوېدلی وای
««««»»»»»
زه چې کله کور ته راغلم
نو ذهن مې د بوډا او ځوان د خبرو اترو تر منځ مشغول و
زما ذهن ته د دواړو دوسیه پرته وه
نه پوهېدم چې کوم یو په حقه دی
بس په همدې مشغولتیا کې خوب وړی وم
لږ شېبه وروسته
د خپل نیکه په لړزانده آواز له خوبه را پاڅېدم
راته وېل یې:
زویه لکه اویا کلن بوډا داسې پروت یې
پاڅېږه چای دې سړېږي
چې په دې خبره مې بوډا ته برأت ورکړ.

سپټمبر ۲۵/ ۲۰۰۶

Tuesday, September 12, 2006

د استاد تڼیوال په ویر کې

د درانه استاد حکیم تڼیوال د شهادت ویرنه


د زړه غوښتنه
زه منم چې دا خبره
سل په سلو کې رښتیا ده
چې دروند غم په زړګي راشي
د ماشوم په څېر به ژاړي
څه عجیب غریب دستور به درنه غواړي
بس دا نن خو دا کیسه ده تکرار شوې
زړه مې وايي
راډیو ووله په کاڼي
او رنګه ټلویزون ووله پر ځمکه
تر دې دواړو زړګی تور کړه
ترېنه راوله د زړه له کومي کرکه
انټرنېټ ته سل مني کولپونه راوړه
او دا پاڼې د خبر پکې کړه بندې
بس له ځانه حصارونه
د فولادو اسمانڅک تاو او را تاو کړه
چې خبر د حکیم جان د شهادت دې
تر غوږونو ونه رسي
که نه زړه به دې په درد شي
که نه زړه به دې له دوکه
ټول ذرې ذرې او ګرد شي
او د مینې دنیاګۍ به دې شي ورانه
د نفرت د زهرو ګوټ به دې نصیب شي
د نړۍ د شیطانانو وسوسې به
ستا د زړه خونه تباه کړي
په دې حال کې به شکمن شې
او انسان به درنه ورک شي
ټول جهان به درنه ورک شي
ته به ناست یې د غمونو
په توپان په ګردله کې
نو دا ژوند که دومره تریخ شي
چې د سر سړي دې ومري
او ته پایې د رڼو اوښکو څڅوب کې
بیا یې خوند څه؟
بیا یې رنګ څه؟
چې هوسا نه وې په ویښه او په خوب کې

غزل

د نګاه غشی دې وار له ادا راشي
زړه ته کیف د عشق د ښکلې موسکا راشي

ټوله ورځ نه وي چې شپه شي را پیدا شي
یار د ستوري خوی اخیستی بېګا راشي
څک شم وایم بس جانان کېدای شي دا وي
چې کوم وخت د زنځیرونو شرنګا راشي
توره شپه د جدایۍ بیا سپینه ورځ شي
چې لمر مخی یار هم کله پر ما راشي
زنده ګي شي د سرور له نغمو ډکه
چې یو خیال دې بس د خیال په سحرا راشي
ستا کمال به هغه دم نیست او نابود وي
که میلان یې ستا پر ځای په دنیا راشي

Tuesday, September 05, 2006

غزل


په ویښه خیال په خوب کې خوب د ښکلي یار را ځینه
په دغه رنګ هر دم پر ما د عشق بهار راځینه

د تګ شیمه که زړه کې نشته وړاندې نشم تللای
یم په دې هیله چې جانان به په دې لار راځینه

دلته ګل مخي ښایستونه تر ګردونو لاندې
باران به خدای خبر چې کله په دې ښار راځینه

چې زه درګورم ته موسکۍ شې ، زړه مې ودرزېږي
واخ په بېلتون کې به دې دا ادا په کار راځینه

دلته که سوله وي، نو ټوله نړۍ امن امن
دلته که جنګ وي، نو جهان یې تر مهار راځینه

کماله مینه د زړه مینه داسې شی ده ګرانه
چې په هر ښکلي بې له واکه او اختیار راځینه
سپتمبر، ۰۵/ ۲۰۰۶ م