Wednesday, July 26, 2006

طنز

سره اشاره

درنو مسافرو او میلمنو !
د پرمختللی افغانستان هوايي شرکت الوتکه به چارک کم لس بجې د هرات له هوايي ډګره پورته کېږي او چارک باندې یوولس بجې به د کابل په هوايي ډګر کوزیږي.
درنو مېلمنو ته خواست کېږي چې د الوتکې د الوتنې پر مهال، او د الوتکې د کوزېدو پرمهال د کوربه له هدایاتو سرغړونه ونه کړي! که نه ګیله یې بیا له خپله ځانه.
الوتکه چالانه شوه، زه چې د نړۍ په ډېرو ښکلو الوتکو کې مې پروازونه کړي، د خپل هېواد د یوه مشهور شرکت په تر ټولو لوکسه الوتکه کې ناست یم، او له هرات ښار څخه کابل ته روان یم.
د الوتکې تر چالانېدو لږ وړاندې مې له یوه تن پیلوټ سره سلام علیک وکړ، ورته ومې ویل چې له ماشومتوبه تر دا نن مهاله پورې په الوتکو کې د نړۍ په ګوټ ګوټ را ګرخېدلی یم، مګر تر اوسه پورې مې یوه هیله نه ده پوره شوې.
هغه په خورا ورین تندي را څخه وپوښتل:
کومه هیله؟
ما ورته وویل:
دا چې زه د پیلوټ تر څنګ په کابین کې کښېنم او دغه لاندې خلک د پیلوټ له دریڅې وګورم.
هغه وخندل ویې ویل:
دا خو ډېره اسانه خبره ده، ما ویل غواړې پخپله الوتکه وچلوې، ظالمه ته یو ځل پر خپله کرسۍ کښېنه، کله چې الوتکه هوا ته پورته شوه نو بیا به دې زه له خپل ځان سره کښېنوم.
زه ډېر خوښ شوم، چې زما د ژوند وروستۍ هیله هم ترسره کېدونکې ده.
د الوتکې شور جګ شو او ورو ورو د الوت کرښې ته وښوېده، او کله چې د الوت په کرښه برابره شوه نو د الوتکې یو تن کوربه چې سپینه چپنه یې لکه د نرس په غاړه او څو ځایه چای پرې چپه شوی و او تپی تپی ښکارېدله، د مساپرو خواته له کابین څخه را ووت، ویې ویل:
وروڼو – خویندو میندو، ځانونه چمتو کړئ! پخپلو ځایونو ودرېږئ!
له دې خبرې سره زه حیران شوم، پخپلو غوږو مې باور نه راته، ما ویل ګني دا سړی لېونی شوی دی، خو څو ما پوښتنه کوله، هغه خپلو خبرو ته له یوه لنډ شانته ډیل وروسته داسې دوام ورکړ:
زموږ الوتکه به اوس د هرات له هوايي ډګره پورته کېږي، دا چې د الوتکې د بره تګ سیستم خراب غوندې دی، نو له تاسو ټولو څخه هیله کوم چې له خپلو ځایونو څخه پورته شئ او د الوتکې ښکتنۍ برخې ته ټول راټول شئ! کله چې د الوتکې وروستۍ برخه درنده شي نو زموږ د پورته ختلو امکانات ۸۰٪ کېږي، هیله کوم ژر کوئ!
په دې وخت کې ټول له ناچارې ورځې د الوتکې ښکتنۍ برخې ته را پنډ شوو، داسې لکه د کوم شپانه رمه چې له څړځایه وروسته په ټکنده غرمه کې د یوه توت ونې ته را پنډه شوې وي. موږ هم یو دبل خولې سره بوی کړې، ماته مخامخ یو کاکا و، چې نسوار یې هم اچولي وو، او دا چې د عمر ډېرې سړې تودې یې تېرې کړې وې، چې له امله یې غاښونه هم له لاسه ورکړي وو، کله به چې الوتکې لږ ټکان وخوړ، نو دده خوله به هم له واره ورسره چوله شوه، چې بیا به یې په شینچکه ږېره کې د شنو نسوارو یوه لیکه جوړه شوه، ما ددغه منظر د لیدو تاب نه لاره او سترګې مې پټې کړې، د هغه خوارکي را باندې زړه وسوځېد، ویې ویل:
ځوانه لکه چې وډار شوې؟
ما په داسې حال کې چې سترګې مې پټې نیولې وې وویل:
کاکا! زما لومړی وار دی چې په داسې الوتکه کې سفر کوم.
ـ بسلمانه! بیا خو ملامت نه یې، زما ډېر عمر د اینجې په تجارت کې تېر شوی، د دونیا ملکونه مې لیدلي، هندوستان خو مې لوټه په لوټه کتلی، خو داسې تیارې (الوتکې) مې نه وې لیدلې، الله دې خیر پېښوي.
د کاکا هره خبره ګل خبره وه، خو د خولې بوی یې ډېر سخت ژوبل کړم، الوتکه چې کله په لیکه تېزه شوه، نو په یوه ستره جټکه داسې مالومېده چې پورته شوه، ټولو سپرلیو یاچاریار نارې وکړې، لږ شېبه وروسته چې کله الوتکه بېرته خپل عادي حالت ته راګرځېده، نو هغه سپین چپنۍ کوربه بیا را مالوم شو ویې ویل:
وروڼو او خویندو!
د الله پزل وشو، الوتکه د کابل په لیکه برابره شوه، او ان شاالله چې په یوه ساعت کې به موږ په کابل هوايي ډګر کوزېږو، اوس مهرباني وکړئ پخپلو خپلو ځایونو کښېنئ.
چې له دې خبرې وروسته په داسې حال کې چې ټول ښه خولې خولې وو، یو انډوخر جوړ شو، تور درب و او هر څوک له سره په دې لټه کې و، چې ځانته نوی ځای اشغال کړي، دا خبره نه وه چې څوک چېرته ناست وو، بېرته دې پر خپلو ځایونو کښېني.
شېبه وروسته چې کله په یوه کرسۍ کښېناستم، نو د هغه نسواري کاکا له لاسه چې مې زړه پوزې ته راغلی، اوس لږ څه آرام شوم، خو دا ارامي لکه چې ډېره لنډه شېبه وه، که ګورم چې لږ وروسته هغه هم راغی زما تر څنګه په کرسۍ کې کښناست.
ماته یې په خورا مینه ناکه لهجه وویل: زلمیه! ولا چې خوا مې ډېره درباندې بده شوه، ته نابلده وې، هو رښتیا زه چې لومړی ځل په سنه ۴۲ کې هندوستان ته په تیاره کې کېناستم نو له زړه مې یو خدای خبر و، ورکه وه یې، څه سر به دې خوږوم، لرې دې له مخې دومره کانګې مې کړې وې چې نېږدې وو خلک مې له تیارې نه هسې د خپل کلي پر خوا راخوشې کړي، خو بس خدای پاک به زموږ پوره کړې نه وه....
کاکا لا خپلې خبرې نه وې ختمې کړې، چې د پیلوټ له کابین څخه هغه پیلوټ راښکاره شو، ماته یې اشاره وکړه، په زړه کې مې شکرونه وایستل چې له کاکا نه خدای خلاص کړم، راځه نو اوس د خپل آرمان ترسره کولو شېبه راغلې ده. نو په داسې حال کې چې را پاڅېدم کاکا ته مې وویل:
وبخښئ کاکا، زه لږ کار لرم، چې کله وزګار شوم نو بیا به دې خپله کیسه تمامه کړې.
کاکا ته دا خیال ور ولوېد چې ګواکې زما هم خوا بده بده کېږي، نو یې راته وویل: ځه الله دې مل شه چې کله بیا راغلې نو ډېرې کیسې به درته وکړم.
زه یو څو کرسۍ لا له خپل ملګري کاکا څخه نه وم لرې شوی، چې یو ځل مې پام شو، هډونه مې زیږه شول، او په داسې حال کې چې له حیرانۍ مې خوله جینګه پاتې وه، له ځانه مې دا وپوښتل، که دغه سړی چې هلته د کابین په خوله کې ولاړ دی، پیلوټ وي، نو دا الوتکه څنګه پخپله روانه ده؟ خو بیا مې ځان ته په دې خبره تسل ورکړ چې ښايي هغه سپین چپنۍ کس به اوس تیاره چلوي، هسې هم د الوتکو پیلوټان دوه تنه وي...
خو که رښتیا خبره وکړم، ښه پوره وېرېدلې وم، او چې څو پیلوټ ماما ته ور رسېدم، نېږدې مې زړه ترک چاودلی و، پیلوټ ماما راسره یو ځل بیا په ګرمۍ د زړه خواله وکړه، ویې ویل:
راځه ځوانه چې زه دې نن د زړه آرمان پوره کړم، هسې هم زړه مې تنګ شوی و، ما ویل چې له تاسره به تر کابله خوله نیمه خندا هم شریکه کړم او ګوره اې! ځوان راته ښکاره شوې، په ځوانانو زما لورېینه ده، ګنې دلته بل چاته اجازه نشته ....
پیلوټ پخپلو خبرو لګیا و، خدایزده څه څه خبرې یې کولې، او ما پخپل زړه کې خپلې کلمې ګردانولې او چې کله کابین ته ننوتو، نو ومې لیدل چې هلته یوازې هغه سپینه چپنه چې یې اغوستې وه، او لږ شېبه وړاندې یې موږ را پنډ کړي وو، د پیلوټ شاته په یوه کرسۍ ناست و، او چای یې سوراوه. زړه مې په درزا شو، سترګې مې له ورایه ورکې غوندې شوې.
پیلوټ ماما هغه بل تن ته چې سپینه چپنه یې اغوستې وه وویل: پاڅه! خدای دې خوار کړه، دلته نه ګورې چې مېلمه راغلی، ورشه یوه پیاله چای ورته راوړه چې دواړه خپل مجلس وسوروو.
هغه سړي (ښه ده صیب) وویل او بهر ته ووت.
زه نه پوهېږم چې زما حالت به په هغه مهال څه ډول و، خو پیلوټ ماما لکه چې زما په وېره پوهېدلی و، ویې ویل:
ځوانه! دا د نړۍ تر ټولو ښکلې او پرمختللې الوتکه ده، بس یوازې په پورته کېدو او کوزېدو کې لږ ستونزه لري، نور چې کله هوا ته پورته شوه، بیا پخپله ځي. هغه یوې سرې تڼۍ ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه:
دا وګوره ! دا تڼۍ چې کله کېکاږو، نو الوتکه پخپله په اتومات ډول روانېږي، چې بیا یې پیلوټ ته هېڅ حاجت نه پېښږي.
د پیلوټ ماما خبرې جالبې وې، خو زه وېرېدلی وم، او له ځانه سره مې ځان ته بد رد ویل چې ما له دې بلا نه څه بلا غوښته.
لږ شېبه وروسته هغه بل سپین چپنۍ کس راغی، چای یې راوړ، پیلوټ ته یې له احترام وروسته زموږ مخې ته کېښود. خو زه د چای مای په کیسه کې نه وم، زما اوس پام یوې بلې سرې اشارې ته اوښتی و، ځکه له ماشومتوبه تر دې مهاله پورې موږ ته سره اشاره د خطر نښه ښکارېده، او هغه سره اشاره همداسې ډیم او پول کېده.
زه په همدې ذهني ګډوډتیا کې وم، چې پیلوټ را باندې غږ کړل، ویې ویل:
ځوانه چای دې سړېږي، څښه یې که نه!
زما ژبه په تالو پورې نښتې وه، او په ډېره وارخطایۍ مې ورته وویل:
ها ها هاغه سس سره اش اشاره....
له دې خبرې سم دم د پیلوټ له خولې یو کړس شو، یوه داسې خندا یې وکړه، چې ما وې خدای خبر کوم څه شی وچاودېد. که ګورم چې پیلوټ له څوکۍ څخه لاندې خپلو تشو ته لاسونه نیولي دي او زما په ساده ګۍ پورې خاندي او رغړي.
د پیلوټ زړه لا تش شوی نه و او په خندا خندا کې یې وویل:
ځوانه ! هغه سس سس سس سره اش اش اشاره .... ها ها ها – ځوانه هغه اشاره د همدې خرابوالي اشاره ده، چې دا شپږ میاشتې کېږي، همداسې ډیم او پول کېږي او موږ په توکل دا الوتکه چلوو....
د پیلوټ په دې خبره مې سر وچورلېد او بې سده شوم، چې کله را په خود شوم که ګورم چې په کابل کې په خپل کور کې په چپرکټ پروت وم.
پای
جولای ۲۶- ۲۰۰۶

Sunday, July 23, 2006

له تا وتښتم او تاته بېرته راشم


د ژوندون په ځمکه باندې
ستا د مینې مدار پروت دی
چې مشغول په دې مدار کې
زما زړه دی او دماغ دی
لګولی مې دا ستا د عشق سراغ دی
د کشش قوه دې دومره ډېره زیاته
زه چې تښتم هرې خواته
که ځم مخته او که شاته
له تا وتښتم او تاته بېرته راشم
ستا د ذات له اشاراتو سره مخ شم
داسې حال کې زه انکار کولی نشم
چې ته شته یې – یه د ټول جهان مالکه

د ژوندون په ځمکه باندې
ستا د مینې مدار پروت دی
چې مخ واړوم نو ته راته څرګند شې
دومره خوږ شې دومره قند شې
چې له یاده مې دا ټول جهان واته شي
او زه هېر له دې عالم شمه پنهان شم
ته وا ستوری په رڼا ورځ د آسمان شم
او زه ټوله نړۍ ووینم له ورایه


د ژوندون په ځمکه باندې
ستا د مینې مدار پروت دی
ستا په فکر ستا په ذکر
زه مشغول شمه بې واره
بې اختیار بې اختیاره
ستا د ذکر ستا د فکر په مهال کې
ناڅاپي دې یوه جلوه راباندې وشي
په زړګي مې ستا د مینې راشي غشي
او زه پاته شم د مینې په مدار کې
حقیقت کې د رازونو په سهار کې

د ژوندون په ځمکه باندې
ستا د مینې مدار پروت دی
زه ددې مدار حدود مات کړم او راشم
ستا د حسن د جلوې په تماشا شم
د ښایست په یوه جلوه دې چې را پېښ شم
ځان مې هېر
جهان مې هېر او
داسې هېښ شم
زړه مې درکړم له ګلونو یې را ډک کړې
له خوږو خوږو رازونو یې را ډک کړې
له غزلو له نظمونو یې را ډک کړې
چې حاضر شم نو دا ټول جهان مې خوښ شي
ستا په لاس جوړ شوی هر انسان مې خوښ شي
ستا په نوم د محبت کیسه روانه
نور خبر نه یم دنیا جوړه که ورانه

د ژوندون په ځمکه باندې
ستا د مینې مدار پروت دی
زه چې کله لا لهانده سرګردان شم
لاره ورکه کړم بېخوده
نامالومه خوا روان شم
چې زړه ماتی او پرېشان شم
یو ناڅاپه ته را یاد شې
ستا په ذکر را زرغون شم
ستا د حسن یوه جلوه راباندې وشي
زړه مې ټک پتری ومومي
ته وا سم په تږي فصل
د رحمت را ښکې باران شي
زړه مې پاک له نفرتونو د جهان شي

د ژوندون په ځمکه باندې
ستا د مینې مدار پروت دی
زه دې نه وینم خو ته را ته څرګند شې
چې رازونه راته وا کړې
نو خوندونه د جهان مې زړه ته راشي
پرې آرام مې دا وجود او دغه ساه شي
نو بې شکه ته مې حس کړې لویه خدایه
د جهان د خلقتونو
د رازونو
او د زړونو په پرده کې
د الفت په آینه کې


۲۰۰۶م د جولای ۱۱مه

Sunday, July 16, 2006

غزل

چې مړ وم، را ژوندی شوم، ښايي لاس د یارانې و
دا څه عجب مسیح غوندې احساس د یارانې و
بېلتون و، زه روان وم، خو تر اوسه پرې پوه نه شوم
هر څاڅکی ستا د اوښکو که الماس د یارانې و

یوازې وم، که نه، خو شیطانان مې ټول چپه کړل
یوازې مې له روح سره شاباس د یارانې و

د سترګو رپ کې داسې د غزني زیارت ته ولاړم
چې واک مې بر په ښکلي غوندې آس د یارانې و

د ژوند هره شېبه مې ستا په یاد کې شوله تېره
همدغه ستا خاطر و او که پاس د یارانې و

Wednesday, July 12, 2006

غزل


راشه رانږدې شه څومره لرې یې زړګیه
چېرته د نظر وړی کوترې یې زړګیه

زه دې د الفت په ترانو کې غزلبول کړم
ته مې د ژوندون خوږې سندرې یې زړګیه

یاد مې شوې ، نو راغلم په خلوت کې درته ناست یم
ته رازدار د مینې او خبرې یې زړګیه

ستا په دهلېزونو کې یادونه د خواږه جانان
ځکه خو نن خوږ لکه شکرې یې زړګیه

ته چې د ولس په دومره اوښکو کې اوبه نشوې
جوړ د هسکو غرونو له ډبرې یې زړګیه

ښکلی یې، ځلا لرې، جمال لرې کمال لرې
ساز د محبت له مرغلرې یې زړګیه

جولای ۱۱- ۲۰۰۶

Thursday, July 06, 2006

خوف او رجاع



شاعر له خواږه خوبه را ویښ شو، سترګې یې وموښلي او چې غوږونه یې لږ څک کړل، نو د جومات د ملا بانګ یې نری نری تر غوږ شو:
حی علی الفلاح
حی علی الفلاح ....
د لمانځه د تصمیم لپاره د تیاري نیولو په تکل کې و، چې د غزل ښاپېرۍ یې پر سر کښېناسته، چې یو غزل یې ولیکه :
چې په زړه مې ښکلیه ستا یادونه تېر شي
ځان مې هېر، جهان مې هېر، یزدان مې هېر شي

ته چې نه یې نو دا ټوله نړۍ غم شي
ستا یو غم زما په زړه کې دومره ډېر شي

ستا د حسن له جادو به کله خلاص شي
که یو ځل دې څوک په مینه کې را ګېر شي

د غزل او ستا تر منځه دا توپیر دی
چې ته نه یې نو غزل له زړه چاپېر شي

ستا د مینې د دیدار خواږه چې راشي
زړه بېواکه د واړه ماشوم په څېر شي

شاعر د یوې مقطع لیکلو په سوچ کې ډوب شو، که څه هم یوه نیمګړې غوندې مقطع یې ذهن ته راتله، خو زړه یې اوبه نه پرې څښلې، له ځانه سره یې وویل:
آیا دا حتمي ضروري خبره ده چې زما د هر شعر په وروستي بیت کې دې زما نوم هرومرو ذکر شي؟ په دې هکله یې سوچونه وهل، د غونډو راپورونو، نقدونو یو بهیر یې په مغزونو تېر شو، چې په دې مهال د شعر او هنر د یوه لوی عالم یوه خبره ورپه یاد شوه چې په یوه غونډه کې یې ویلي وو: "اوسمهال ضروري نه ده چې د هر شعر په وروستي بیت کې دې خپل نوم ور واچول شي، دا ځکه دا یو پخوانی روایت دی، پخوانو شاعرانو که دا کار کاوه، په هغه وخت کې د نن په څېر د چاپ ماشینونه نه وو، یوازې او یوازې به قلمي نسخې وې چې وېشل کېدې به او یا به هم شعرونه خوله په خوله له یوه نسل څخه بل نسل ته انتقالېدل، چې د شاعر د نوم ذکر د هر شعر په وروستي بیت کې لازمي وو، ځکه په دې ډول به څرګندېده چې دا شعر چا ویلی او د کومې زمانې و..."
دی لا په همدې سوچونو کې ډوب و، چې د بلبلو کوکو نارې اوچتې شوې، د چڼچڼو شور زوږ پورته شو، او د ختیځ پر کنډو لمر سر را پورته کړ.
په همدې مهال یې پام شو چې دی د ملا له آذان سره سم دم له خوبه را ویښ شوی دی او پرته له دې چې د لوی ذات ریاضت او عبادت وکړي، خپل قیمتي وخت یې د یوه غزل په مقطع بې ثمره تېر کړی دی، لږ خپه غوندې شو ویې ویل:
الله پاک دې په ما ورحمېږي، ما د هغه لوی ذات عبادت او ریاضت ونکړ، دا ځکه مې زړه ناکرار غوندې دی.
یو ځل بیا یې چې د خپل غزل مطلع ته وکتل چې څه داسې وه:

چې په زړه مې ښکلیه ستا یادونه تېر شي
ځان مې هېر، جهان مې هېر، یزدان مې هېر شي

له ځانه سره یې وویل: زه په رښتیا چې یو ریالیست شاعر یم، له ما څخه په رښتیا چې ځان، جهان او ددې ټول جهان رب او پالونکی هېر شوي وو، او زه یوازې د خپل جانان په ستاینه بوخت وم....
بیا له ځان سره موسکی شو، او هغه کلیوالي خبره ور یاده شوه چې وايي: " میری چې کله په اتڼ ګډ شي، خدای یې هېر شي."
شاعر زیاته کړه: الله لوی باچا دی، الله دې ماته معافي وکړي...
یو ځل بیا یې په ذهن دا خبره سپره شوه چې غزل نیمګړی دی، یوه مقطع غواړي، د غزل په مقطع پسې یو ځل بیا د خیال په نیلي سپور شو، خو هر څه یې چې وکړل، د غزل هغه ښاپېرۍ د خیال د قاف له غرونو ها خوا اوښتې وه او شاعر له ناچارې ورځې غزل همداسې پرېښود....
له سهار چای خوړولو وروسته، چې د شاعر حواس لږ پر ځای شول، نو یو ځل بیا یې خپل غزل تر نظر تېر کړ، په بیا بیا یې په زړه کې را تېره شوه چې باید یوه مقطع په غزل کې ور واچوي، خو هر څومره زور یې چې وواهه، پرې بر نشو.
شاعر له ځان سره بیا خپله پخوانۍ خبره تکرار کړه او خپل زړه ته یې د تسل ورکولو په دود وویل: که دا ځل له دې مقطع څخه بیخي تېر شم، نو ښه به وي، ځکه غزل پوره دی او هېڅ خو پکې نشته....

شاعر له ناکامې ورځې د خپل فکر فیصله په زړه ومنله او زړه یې د مقطع له لیکلو واړاوه.

غرمه مهال چې کله شاعر ګوله نیمه مړۍ له ستوني تېره کړه، نو یې خپل غزل یو ځل بیا له نظره تېر کړ، بیا یې په زړه را تېره شوه چې یوه مقطع یې کمه ده. خو بېرته یې خپل تصمیم واخیست، ویې ویل: وخت کم دی او باید ژر تر ژره د ښار تر ټولو لویې مشاعرې ته ځان ورسوم، چې د زړه بړاس پکې وباسم.
شاعر له کوره ووت، مګر دې خبرې ته یې پام نه شو چې پیسې ورسره کمې دي، کله چې په ښاري بس کې کښېناست، او جېب ته یې لاس کړ، نو خپلې ناپامۍ ته یې پام شو، چې یوازې دومره پیسې یې په جېب کې وې، چې د یوې خوا کرایه یې پرې ادا کولای شوای.
په لاره لاره یې له ځان سره وویل:
الله مالک دی، خدای به خیر پېښ کړي، د هغې خوا کرایه به له کوم بل شاعر ملګري څخه پور کړم، او بیا به یې د بلې مشاعرې پر مهال بېرته ورکړم.
شاعر په زړه کې کرل او رېبل، په خیالونو کې به ډوب شو، د ښار په لویه مشاعره کې به د نورو شاعرانو د شاباس او آفرین او یو ځل بیا ووایه آوازونه ور تر غوږ شول، چې په دې توګه به یې د زړه تلوسه نوره هم ګړندۍ شوه، له ځانه سره یې وویل: کاشکي د ښار دغه لوی بس، زما د خیال په څېر وزرونه پیدا کړي وای او زه یې یو ځل تر مشاعرې پورې د سترګو په رپ کې رسولای وای.
په همدې سوچونو او خیالونو کې ډوب شاعر به کله کله د خپل تازه غزل یو نیم بیت له ځانه نسبتاً لږ په لوړ اواز ووایه، چې د بس سپرلیو به ورباندې د لېوني شک وکړ...
شاعر د ښار لویې مشاعرې ته ورسېد، زړه یې په ټوپونو شو، د هر شاعر له شعر ویلو وروسته به یې زړه په ټوپونو شو، چې ګواکي اوس به نو د غونډې ویاند دده نوم اخلي، خو قسمت ورسره یاري ونه کړه، ماښام شو، او شاعر د ښار په لویه مشاعره کې همداسې ډک زړه پاته شو.
شاعر په هېڅ پوه نشو، چې چا څه وویل او چا څه نه وویل، دی یوازې د خپل شعر د اورولو اور په مخه کړی و، د غونډې ویاند ته یې ډېره غوسه راغلې وه، داسې چې کله کله به یې داسې څوک شعر ویلو ته ور وغوښتل چې هغه به شاعر نه و، یوازې د خبرو ګوډی به و، چې په دې توګه به یې نیم ساعت د شعر او شاعر په اړه وینا کوله.
شاعر به په غوسه غوسه په زړه کې د غونډې دغه ویاند مخاطب وګرځاوه او ویل به یې:
خدای دې خوار کړه، ته تر اوسه په دې خبره ونه پوهېدې چې نن مشاعره ده، که د شعر او شاعر په اړه سمینار، چې هر څوک در غواړې.
خو دا هر څه پای ته ورسېدل، مشاعره پای ته ورسېده، او شاعر مات زړه له مشاعرې څخه را ووت، دا خبره یې له یاده وتې وه چې له یوه شاعر ملګري څخه به د لارې کرایه پور کوي، او همداسې د مشاعرې له ځایه را په منډو شو.
د موټرو په تمځي کې ودرېد، لږ شېبه وروسته ښاري بس را ښکاره شو او شاعر بس ته ور پورته شو، له یوه تن سره په خالي کرسۍ کښېناست، او بیا په ژورو سوچونو کې ډوب شو.
یو وخت یې پام شو چې څوک یې خوځوي، چې ور ویې کتل، نو د بس کلینر و، هغه لاس ورته نیولی و، چې کرایه راکړه...
شاعر چې څنګه جېب ته لاس کړ، ور په یاد شول چې کرایه ورسره نشته، نو یې کلینر ته یې وویل:
پیسې په کور کې رانه هېرې شوې دي، زه نور څه نلرم، یوازې دغه یوه ټوټه شعر لرم که یې په کرایه کې اخلې نو درکولای یې شم.
د شاعر په داسې حال کې چې لاسونه یې رېږدېدل، کلینر ته یې د کاغذ په مخ خپل لیکل شوی شعر ور وړاندې کړ، کلینر د شاعر له لاسه شعر ور واخیست او د شاعر په مخ کې یې څېرې ویرې کړ، او سپکې سپورې یې را واخیستې، موټر ودرول شو او شاعر په نیمه لار کې د ښار له لویه بسه هم کوز کړل شو.

شاعر خپلو پښو ته زور ورکړ او پلی د خپلې کوډلې پر خوا را روان شو، په لاره لاره یې د ښۍ پښې د څپلۍ بند هم وشلېد، چې په دې توګه اړ شو چې خپله یوه څپلۍ په لاس کې ونیسي او همداسې نیم پښې یبله د خپلې کوډلې لاره لنډه کړي.

شاعر خپلې کوډلې ته را ورسېد، په یوه آن کې یې له سترګو ټوله ستړې ورځ تېره شوه، ژر ژر یې اودس تازه کړ، د ماسختن لمونځ یې وکړ او بیا یې د الله پاک په دربار کې سر په سجده کېښود او په ژړه غوني انداز یې وویل:
یا الله!
ته مې هېر کړی وې، ځکه خو زه له تا څخه نن ورځ هېر شوی وم!
یا الله!
ته چې زما له نظره ولوېدې، نو زه ستا د هېڅ یوه بنده په نظر ورنه غلم، زه د ټولو له نظره ولوېدم او سپک شوم.
یا الله!
ستا دربار ډېر لوی دی، زه ستا وړوکی بنده یم – ماته د خپلو ګناهونو معافي وکړه!
آمین
ثم آمین
شاعر د ستر پالونکي له دې لنډ شانته ریاضت او عبادت وروسته په خواږه او آرام خوب ویده شو.

پای

غزل



دغه یم مخ ته دې ولاړ یم ستا پام نشته نشته
که دې په سترګو کې د مینې سلام نشته نشته

نن خاموشي ده، ته مبهوت یې زه حیران دریان یم
ستا د وړو وړو خبرو دوام نشته نشته

چې را په یاد شې نو زړګي ته دا تسل ورکوم
دلته د دغه رنګ احساس احترام نشته نشته

چې تر لمانځه وروسته به زه ستا په دیدن پسې تلم
هغه شېبې د مازدیګر او ماښام نشته نشته

دغه کوڅه وه پورې بام و، تې پر سر ولاړه
د تور جهاز له ړوند ګوزاره اوس بام نشته نشته

کماله هغسې یې نشت کړې د جنګونو کفار
لکه په زړونو چې زمونږه آرام نشته نشته

جون ۲۲- ۲۰۰۶

غزل


ورک شمه په خاورو کې په زر کې را پیدا شمه
زه نو پس له مرګه لر او بر کې را پیدا شمه

تاته مخامخ شمه غایب له دې دنیا شمه
بېرته دې د سترګو په نظر کې را پیدا شمه

شور یم شور د مینې محبت که مې څوک حس کړي نو
ګوره مې د ښکلي زړه په سر کې را پیدا شمه

زه په پښتو ژبه دومره خوږ شم لکه خوږ جانان
کله چې غزل شم او هنر کې را پیدا شمه

ستا د سپینو لېچو د بنګړیو شرنګهار ته جان
پټ د ولو شاته په ګودر کې را پیدا شمه

کار لرم روزګار لرم او ټوله ورځ په کور نه یم
راشه که مې ګورې مازدیګر کې را پیدا شمه

جار شمه کماله د یادونو خوی مې واخیستو
داسې چې په زړه د خوږ دلبر کې را پیدا شمه

جون ۲۱ – ۲۰۰۶

شور



شور مې واورېد
د بلبلو
د چڼچڼو
د قمریو د بهار

شور مې واورېد
د ډولونو
اتڼونو
د ټپې او یکه زار

شور مې واورېد
د پېغلوټو
د پاولیو
د بنګړیو د شرنګار

شور مې واورېد
د یارانو
د خوښیو
تر بریدونو د سهار

شور یې خوږ دی
د الفاظو
په ادا کې
د غزلو د سالار

چوپ یې مه کړې
د خوښیو
د سندرو
دغه شور د لاله زار

جون ۱۸- ۲۰۰۶

افغان ادبي بهیر ته پېرزوینې



ته رنګینه پاچاهي یې د ښکلاوو

ښکلیه یاره په شېبه شېبه در پېښ شم
عجیب حسن خدای درکړی درته هېښ شم

در وارۍ شه زما ځان او جهان دواړه
د زړه خونه پاس د ستورو آسمان دواړه

ته رنګینه پاچاهي یې د ښکلاوو
خدای دې وساته له ککو د بلاوو

خدای دې وساته د نور په پاچاهۍ کې
درته ناست یمه د مینې دوراهۍ کې

د نړۍ په هر یو ګوټ کې را ښکاره شې
د سپوږمۍ خوی دې اخیستی نظاره شې

زه او ته به سره ناست یو حال به وایو
د لیلې او مجنون زوړ مثال به وایو

د الفت او محبت په زیري باندې
دا نړۍ به په پښتو کړو ټوله لاندې

دا وطن به په ګلونو ټول رنګین کړو
د الفت کرلی تخم به را شین کړو

د یو بل په محبت کې به خدای ستایو
بس همدغه لار به ونیسو پرې پایو

ته په هره خاطره کې یې بهیره
ته د مینې په ناره کې یې بهیره

غزل


په شور كې راغله او چې تله په شور كې تېره شوله
ځواني لمبه لمبه هستي وه اور كې تېره شوله

خلك دې هر څه هر څه وايي چې مالدار مې ګڼي
مثال يې ياره زنده ګي وه پور كې تېره شوله

دلته يارانو چا د مينې نښانه كتله
وجود يې نه و، بس د زړونو زور كې تېره شوله

زه د حيرت په جزيرو كې ستا په لټه كې وم
هره شېبه مې د الفت په کور كې تېره شوله

ستا د کمال د زنده ګۍ کیسه همدا وګڼه
بس ملنګي وه چې د مینې تور كې تېره شوله

زه حیران په لویه لار کې

زه خوب وینم

نه نه زه ویښ یم او خوب وینم

مګر دا کله امکان لري چې څوک دې په ویښه خوب وګوري؟

اوف

دلته څه شی امکان نلري؟

دلته د خوب او ویښې تر منځ توپیر پای ته رسېدلی

هغه څه چې زه یې په رڼو سترګو ګورم د خوب ګومان پرې کوم

او هغه څه چې نه یې شم لیدای هغه ته حقیقت وایم

زه د نړۍ تر ټولو ستر ړوند یم

نه نه زه ړوند نه یم

زه د نړۍ تر ټولو شل انسان یم

اوه نه زه په لاره تلای شم زه شل هم نه یم

زه د نړۍ تر ټولو ستر کوڼ یم

اه نه، زه کوڼ هم نه یم، ځکه د هر چا خبرې اورم

زه د نړۍ تر ټولو بې احساسه انسان یم

هو

دا خبره سمه ده

ځکه زه هر څه وینم

هر څه اورم

او هر چېرته تللی شم

مګر

زه هغه احساس نلرم چې دغه حرکتونه پرې وکړم

اه

خبره څه ده

زه ولې دومره بې وسه او ناتوانه یم چې خپله خبره ملموسه ساتم

ولې دومره کمزوری یم چې د خپلې خبرې د کولو واک هم نلرم؟

اه

یوې خوا ته پړانګ

بلې خواته ډانګ

که زه وایم چې د ښوونځي سوځول او د ښوونکي وژل ناروا کار دی

نو د کفر او الحاد فتوا راباندې صادرېږي

او که زه دا هر څه پخپلو سترګو وینم او پټه خوله پاتې کېږم

نو دا خو یقیناً ستره ګناه ده

کفر دی الحاد دی

ځکه زموږ اسلام

د پوهې او علم زانګو ده

نه د جهالت او ناپوهۍ توره کنده

نو اې د ظالمې اروا څښتنه!

ته څوک یې چې زما په مقدساتو لوبې کوې

څوک یې چې زه دې په لویه لار کې حیران دریان درولی یم

او د کفر او اسلام حال مې اخلې

څوک یې چې زه دې په ویښه د خوبونو د دنیا اسیر ګرځولی یم

اهای

خبره مې اورې

که ته زما خبرې نه اورې نو د سپېڅلي پیغمبر یوه خبره عملي کړه چې فرمايي:

" د علم زده کړه، په هر نارینه او هره ښځه فرض ده."

۲۰۰۶م کال

د ژوند سترې هستۍ (مور) ته



ته چې په موسکا شې نو دا ټوله نړۍ سوله شي
هر ارمان د ټولو بیا پوره د مهر له توله شي

دلته که جنت دی نو والله ستا تر قدم لاندې
دلته که دوزخ دی نو دا ستا د سترګو نم لاندې

دلته که کورونه دي نو ته یې نګهبانه یې
مورې ته تر ټولو مخلوقاتو مهربانه یې

ته چې کله ډېره هم غوسه شې نو ښېرا نکړې
ته به اولادونو ته نفرت کې کله شا نکړې

نه توبه نفرت خو ستا له شان سره جوړیږي نه
ستا له عقیدې ستا له ایمان سره جوړېږي نه

ته وجود د مینې محبت یې درنه ځار شمه
کاشکې ستا ملنګ شم ستا د مینې خدمتګار شمه

زه چې کله ستړی شم له کاره ډېر ستومان شمه
ستا د جار کوربان للو للو په ستر ارمان شمه

زه په دې خبره باندې اوس لږ زره پوی شومه
زه خو ډېر وړوکی یم که هر څومره را لوی شومه

کله چې ډېر ستړی شم نو ورک شمه معدوم شمه
ستا د ارام غېږې ته مې زړه وشي ماشوم شمه

زه چې کله ستړی شم نو ستا غېږه ارام ګڼم
دغه مې د ټولې زنده ګۍ د مینې جام ګڼم

مورې زه تر اوسه ستا د مینې پوروړی یم
زه د ځان غوښتنې تورو تورو اوبو وړی یم

زه تر اوسه ستا د مینې باج په خیال کې اخلمه
نه توبه توبه زه یې په ویښه حال کې اخلمه

ما کله هم ستا د حق یوه ذره ادا نکړه
ما د ژوند یوه لحظه په ځان پورې روا نکړه

زه دې هره ساه کې په دوعا باندې پاللی یم
زه دې د حالاتو له سزا ځنې ساتلی یم

ته زانګو د امن انسانیت او احترام مورې
کم دي سل او زر ځله پر تا باندې سلام مورې

خو دا چې زه حالاتو رانیولی او اسیر یمه
ستا د پښو لاسونو ښکلولو کې فقیر یمه

زه خو ستا د مینې په بیان کې پاتې راغلمه
خدایږو د خپل فکر ویړ جهان کې پاتې راغلمه

نو،
سل زره سلامه د کمال در نه قربان مورې
سل زره کلامه د جمال درنه قربان مورې

ډسمبر ۲۴، ۲۰۰۵م

دا ماشوم غلی کړه



زه په کور کې ناست یم او د خپل وړوکي زوی ترسنده ژړا اورم
هغه خپلو سترګو ته موټي نیولي او ژاړي
هغه ډېر نازولی دی، زه یې رښتیا چې ژړا او فریاد نشم زغملی
هغه وږی دی او په تاخچه کې د شیدو ایښي بوتل ته یې لاس نیولی
ژاړی
یواځې په نیمه ژبه دومره وايي:
ممممم آ آآآ مم مممم آ آآآ
زه دده ټول حرکتونه ګورم
د شیدو تش بوتل وینم چې زما زوی ورته لاس نیولی
زه د خپل وړوکی او نازولي زوی ژړا ته غوږ یم
یو ډول د نارامۍ احساس کوم
داسې نه چې دده د ژړا اواز پر ما بد لګي
بلکې داسې چې زه ددغه وړوکي ماشوم په ژړا کې د ډېرو هېرو شوو کوکو او فریادونو انعکاس احساسوم
زه دا دی څو کاله کېږي چې د جګړو له اوره د راوتلي وطن په غولي ناست یم
له لرې او نږدې مې ددغه اولس فریادونه او کوکارې اورېدلي وو
زه یې دردولی یم
زه یې کړولی یم
زه یې خدای ج شته چې ډېر وېرولی یم
ځکه خو د خپل ماشوم ژړا نشم برداشت کولی
مور ته یې وایم چې
دا ماشوم غلی کړه!
۲۰۰۶م کال

غزل



ستا په ښایست کې د خالق داسې شهکار وینمه
چې هرې خواته دې جلوه د سپین رخسار وینمه

ته راته مه وایه چې څه دي ستا په زړه کې یاره
زه دې په سترګو کې د زړه تمام غبار وینمه

د تخیل د رنګینیو نه قربان شمه زه
چې په خزان کې هم د سروګلو بهار وینمه

چا راته وې چې زنده ګي او بنده ګي څه مانا
ما وې دا دواړه چې یو ځای کړمه نو یار وینمه

ته خو نادان یې لاس دې نیسه، پښېمانه به شې
ستا د ګوزار ترشا د پټ غلیم اختیار وینمه

لیندی ۱۳۸۱

خوب


ما خوب لیدو
ته وایه ښه دې لیدو
ښه دې په ایمان شه ما خوب لیدو چې
ژوند ته ژوند ویل کېږي
ژوند د امن
محبت زانګو بلل کېږي
انسان ته د انسانیت مقام ورکړل شوی وي
روح د سولې او ارامۍ په شاتو
د مینې په رنګینیو
د محبت په خوږلنیو خوږ وي
ما خوب لیدو
ته وایه ښه دې لیدو
ښه دې په ایمان شه ما خوب لیدو چې
د ښکلي ښار په دروازه
د سولې سپینه ښاپېرۍ
د ژوند په ډولۍ کې
را ننوځي
او زموږ د ژوند ټول ارمانونه
د سترګو په رپ کې پوره کېږي
زه خوب وینم
زه ویده یم
ما راویښ کړئ
چې د ژوند ټول سندریز خوبونه
په رڼو سترګو
په ویښه پوره کړم
زه ویښ شوم
خو
ژوند مې د لیدلي خوب تعبیر نه شو
ژوند د اور، وینو او ساندو کندهار شو
چې هره ورځ پکې د ناخبره انسان وینې توئېږي

۲۰۰۶ جنوری

غزل


که پوړنی دې لږ پورته له جبین شي
ټول عالم به بې له شکه ستا په دین شي

ستا د یاد آب زم زم باندې زړه وینځم
ځکه داسې د نفرت له ګرده سپین شي

په موسکي نظر چې کله هم راګورې
زړه مې سم د بهار فصل شي را شین شي

دومره خوږ یې ښکلیه څه به درته وایم !
که ځان وڅکې نو هېر به دې ګبین شي

ستا د مینې لطافت پکې خوندي دی
دا چې زړه مې په وړه خبر مهین شي

ستا د مینې له سلګونو زرو یو رنګ
د کمال غزل ته راشي نو رنګین شي

مارچ-۲۰۰۶

غیر طبیعي موسم


یوه ورځ په داسې حال کې
چې د سره اوړي
ټکنده غرمه وه
زه له خپل کلیوال ملګري سره
له بازاره
د کلي په نرۍ لاره روان وم
موږ په داسې حال کې
چې د اوړي د سرې ګرمۍ له امله
په خولو کې ډوب وو
د سږني کال د اوړي نه مو
سر ټکاوه
د موسم دغه ګرمۍ مو دماغونه
خوټولي وو
او زړونه مو په ځوښ راغلي وو
وایي چې
د وینې ځوښ، د عقل او تفکر مخه نیسي
زموږ مازغه خوټېدل
او هغه د چا خبره په یوه روپۍ مو جنګ له خدایه غوښت
هو زه او زما ملګری
د ځوانۍ په ځوښ کې وو
څه د موسم ګرمي وه
څه د وینې ځوښ او د ځوانۍ جذبه
خو د خدای کړه وو
زموږ زړونه همداسې ډک پاته شول
او هېڅ ګرېوان ته مو لاس ونه رسېد
««««

یوه بله ورځ
د واورې سپېنې پاغوندې
له پاسه را تویېدلې
موږ دواړه
بیا پر هماغه نرۍ کږه وږه لاره
د کلي پر خوا روان وو
په لاره لاره مو
خبرې اترې کولې
په دې خیال چې لږ ګرم شو
د ژمي له سړو مو د اوړي د ګرمیو یاد کاوه
رښتیا هم
خبره داسې وه لکه اور او اوبه
د ژمي سړې اوبه
او د اوړي سرې غرمې
خبره داسې وه
چې زما ملګري ویل
کاشکي د اوړي په ګرمۍ کې د واورې ورېدو امکان وای
او یا هم کاشکي د ژمي په واورو کې د اوړي ګرمي وای
خو خبره چې هر ډول واوړو
ژمی ژمي ته وایي
د واورو او سپینو پاغوندو
او اوړی بیا د سرو غرمو
خو پر دې خبره فکر په کار دی
هر هغه موسم چې غیر طبیعي وي
د یوه قیامت د راتلو انتظار ترې کېږي
«««««««
او ورپسې یوه بله ورځ پسرلی و
د ژمي یخنۍ
او د اوړي ګرمۍ
یو بل ته لاسونه ورکړي وو
او د ښکلي پسرلي په همدې ورځ
د اور او واورې دوستي وه
ګلانو سرونه راپورته کړل
او بیا چې څو ګلغوټۍ ګل کېدې
موسم د یوې تورې شپې په اوږدو کې
د سهار تر بریده بدل شوی و
د یخنۍ داسې څپه راغلې وه
چې اور یې کنګل ګرځولی و
د هر باغ هرې ونې
له ګلغوټیو
ساه وتې وه
او چې څومره سترګو کار کاوه
زما د ملګري د مڼو ټول باغ
رژېدلی و
زما ملګري ویل
هر موسم چې بې وخته بدل شي
نو هغې ته غیر طبیعي موسم ویل کېږي
چې پایله یې له افتونو
او مصیبتونو پرته نور څه نه وي
په همدې کال
موږ د خپلو باغونو له ثمرې بې برخې شوو
««««
د کلیوال ملګري خبرو ته لږ پام وکړئ
ژوند هم د څو موسمونو نوم دی
که په دې موسمونو کې هر موسم
بې وخته او غیر طبیعي راشي
نو پر انسان یې اغیزې
د ژوند تر پایه پاتې شي

له مینې تېښته


زه له مینې تښتېدمه
ټپرېدمه
چېرته نه چې بیا مین شم
په زخمي زړه بیا خوږمن شم
نو زه مخکې
مینه شاته
سرګردانه
لالهانده مې نفرت د جهان ولید
د نفرت په ګردله کې په توپان کې
زړه مې وسولید د مینې یوه نظر ته
د خوږمن زړګې دلبر ته
ما وې راشه
د دنیا کارونه پرېږده
نفرت پرېږده مینه خپله کړه جانانه
بېرته راغلمه په تللې لار راستون شوم
خو والله چې جګرخون شوم
ډېر زړه ستړی او پرخون شوم
مینه مخکې او زه شاته
چې دا ټول غرونه رغونه
سمې دښتې او سیندونه
مې غلبېل کړه
مینه مخکې وه زه شاته
هغه تېر واټن ددواړو تر منځ پاته

انجام؟؟؟



ډېر خونخوار لېوان لږ وروسته
ترې لږ مخکې پړانګان دي
اوتر هغوى مخکې وینې څښونکي زمریان
د زمريانو په منځ کې
د يوه ځنګلي
د يوه وحشي
او مست خره نيم ژواندې جوسه پرته ده
خر د دومره لېوانو، پړانګانو او بالاخره د وینو څښونکو زمريانو په منځ کې بې وسه پروت دى
د خره مسكين زور اوبه شوى دى
په ورمېږ یې د ځنګل د پاچا خوله خښه ده،
او دى نن د ځنګله د قانون قرباني شوى دى
خره ته په يوه لحظه كې
په شنو ورشوګانو كې
د مستيو
د خېزكو او خرتيزكو ويشتلو
ټوله زنده ګي مخې ته شوه
په داسې حال كې
چې په سترګو یې تياره راتله
ویې ويل:
"زما له دې پرته انجام څه کېدای شي
چې اهلي شم
نو د ظالم انسان له لاسه
د درنو بارونو لاندې
يواځې پوست او هډ پاته شم
او چې وحشي شم
غټېږم، چاغېږم او پړسېږم
او بيا ...."
او خره وروستى سلګۍ ووهلې مړ شو.

یوه مشاعره، دوه شعرونه


د ۲۰۰۵م د اګسټ میاشتې ۱۹مه، په داسې حال کې چې برېښنا نه وه او د ماښام تیارو خپل پېڅول غوړول دیوه غزل په لیکلو بوخت وم، چې ګران ملګری قمرعباس راغی، راته یې کړل چې که ددې برېښنا غم وخورې، ما ورته وویل همدا اوس لګیا یم یو غزل لیکم، هغه راته کړل چې پاتې به یې زه ولیکم ته د روښنایۍ غم وکړه. زه بهر ووتم او کله چې ساعت نیم ساعت وروسته راغلم که ګورم چې په رښتیا سره یې دومره زورور بیتونه لیکلي وو، چې پر ما یې یو دم خولې راماتې کړې، که رښتیا درته ووایم زه یې هم له شعره متاثر شوم چې وروسته مې بیا خپل غزل پوره کړ. قمر عباس داسې شاعر دی، چې هم یې پخپله وایي او هم خدای ج یو خوږ اواز ورکړی، چې په ترنم کې یې هم زمزمه کوي، مګر لږ لټ غوندې دی، د شعر په لیکلو کې لټي کوي. زه نورې خبرې نه اوږدم او تاسو ددواړو شعرونو لوستو ته رابولم.
په مینه



غزل

زړه ته مې لوېدلې دا خبره ده جانانه
ستا هره ادا د ژوند سندره ده جانانه

ستا د زلفو شپه مې د خوبونو دنیاګۍ شوه
سپینه رڼا ورځ دې له نظره ده جانانه

شور د محبت مې په زړګي بل کړی اور دی
ټوله غوغا ستا د عشق له دره ده جانانه

ستا د سورکو شونډو د شرابو کیف یې بولم
دا چې زنده ګې مې جادوګره ده جانانه

دغه د کمال پرخه د شعر له اسمانه
نن را ورېدلې له قمره ده جانانه


غزل
سید قمرعباس
زړه ته مې لوېدلې دا خبره ده جانانه
ستا هره ادا د ژوند سندره ده جانانه

دې د تیارو ژوند کې که رڼا ده ستا د مخ ده
بې له دیدن دا نړۍ بې لمره ده جانانه

ستا د مینې یو نظر هنر له هنر ورکړي
مینه بې له تانه بې هنره ده جانانه

ستا ښامارو زلفو اسیري چې پکې نه وي
دا د تندي منډه بې ثمره ده جانانه

ته چې ورته نه ګورې قمر په تیارو ورک دی
لاره ددې ژوند یې بې رهبره ده جانانه

نثر: نصيحت


كله به چې زما نيكه د چيلم نه توره لوخړه پورته كړه
نو په داسې حال كې چې له ټوخلو به يې مخ تك شين شو
وبه يې ويل:
زما د سترګو توره لمسيه!
زه بهر پيتاوي ته وځم
دا چيلم راپسې راوړه
په هډونو مې ساړه ننوتي
خو ګوره پام كوه
چې له دې بلا نه بلا ونه وغواړې
پام كوه چې دود ترې ونه باسې
زما حال وګوره
په پښو يې شل كړى يم
كه ته چيلم ته ورنږدې شوې نو غوږونه به دې درباندې غوڅ كړم
نيكه دې خداى وبخښي
كله به چې بهر ووت
نو په داسې حال كې
چې له چيلم سره به مې ونه برابره وه
او مخكې له دې چې بهر ته يې ور وباسم
په ډېره توندۍ به مې خوله پرې كېښوده
او دوه درې كشه به مې وركړل
نيكه دې خداى و بخښي
چې په پيتاوي كې به مې يې مخې ته چيلم كېښود
لومړى به يې خپله دوه درې لوخړې ترې پورته كړې
بيا به يې زه تر غوږ ونيوم
او زما خوله به يې بوى كړه
و به يې ويل
دا ولې
ما نه وو درته ويلي چې خوله ورنه وړې؟
ولې
ولې ؟
ما به په ژړه غوني انداز ورته وويل:
باباجانه!
ستا د خپلې خولې بوى در باندې لګي
په خداى، په شنه اّسمان او په سپين ايمان كه مې خوله هم ور وړې وي.
نيكه دې خداى وبخښي.
سر به يې وښوراوه
په داسې حال كې چې د دلاساينې لاس به يې زما په سر را كاږه ، و به يې ويل:
توبه توبه، زړبودي دې وركه شي.
چې د خپلې او پردۍ خولې د بوى توپير پكې ورك شي،
زما لمسى داسې بد كار هېڅكله نه كوي،
او بيا به يې له چيلم نه لوخړې جګې كړې.
نيكه دې خداى وبخښي،
چې كله زه اوس دده له زاړه چيلم نه لوخړې پورته كړم،
نو خپلو بچيانو ته وايم ،
كه مو چيلم ته خوله وروړه نو غوږونه مو درباندې پرې كوم،
زه ډاډمن يم چې دوى دا كار نه كوي،
بلكل د خپل نيكه په شان
خو كه دا غلا كوي نو
د مخې نيولو چل يې زما هم نه دى زده.

نظم: هرې خواته ستا د مینې نظاره ده


امتراج د ښایستونو دی څو رنګه
درته وایمه چې کیناستې له څنګه

ستا په زلفو کې همدومره لوی تاثیر دی
پکې ښکېل دی که پاچا دی که وزیر دی

ستا په سترګو کې د ټول جهان ښکلا ده
هرې خوا ته بس دا ستا د مخ رڼا ده

هرې خوا ته ستا د مینې نظاره ده
ډوبېدونکي ته دې غېږه کناره ده

چې زه لوېږم بېرته پاڅمه ستا لاس وي
را پېرزو د لوی خالق همدغه پاس وي

دا دنیا څومره وړه څومره تیاره شي
ستا وجود چې پکې خاورې او ایره شي

په میوند چې کله شاته ځي مېړونه
ته ملاله شې او وکړې غورځنګونه

ته چې مور شې سراسر احترامات شې
مالامال د محبت په کرامات شې

ستا بچي وي چې په توره کې خوشحال شي
یا د پوهې سمندر شي سید جمال شي

نثر: بخيل


ماته يې له رعبه په خورا ډك اواز وويل: كليمه ووايه، ستا د مرګ او ژوند تر منځ زما او ستا تر منځ فاصله ده، كه نه نو كافر به دې له دې فاني دنيا نه تېر كړم.
هغه نور هم لګيا وْ، څه يې ويل، خو زه پرې نه پوهېدم.
ما څو دا ورته ويل چې ستا دې خداى په ايمان كې بركت واچوي زه به خپله كليمه درسته كړم خو زما ګناه څه ده؟
خو تر هر څه وړاندې هغه پخپله را پرېووت او څو لغتې يې ووهلي او مړ شو.
زه حيران شوم چې دا په څه معما واوښتم؟
آیا انسان دومره كمزورى هم كېداى شي چې هيڅ په هيڅه را پرېوزي.
زه حيران دريان شوم، سرګردان شوم، او ما خپله كليمه درسته كړه.
يو اشنا اواز مي تر غوږ شو چې ويل يې : ځوانه !
دلته كه كوم څوک غواړي كومه مقدسه كليمه له چا نه زده كړي نو ورته وايي چې كليمه ووايه...
خو تا پردې مساپر رحم ونه كړ، تا پرې ونه لوروله چې هغه د هغو جنتونو خاوند شي چې تا يې لاره ليدلې ده...
په رښتيا چې ته ډېر بخيل يې.
۲۰۰۲م کال

غزل


په والله چې دم ساعت مې په زړه تېر شې
داسې حال کې ښکلیه وایه څنګه هېر شې
چې د خیال په وسعتونو کې ځای نشې
په یوه ادا کې یاره دومره ډېر شې

زه دې وینم هاغه ناست یې د ګل مخ ته
په خندا چې شې نو سم د ګل په څېر شې

ته د حسن عجیبه غوندې مخلوق یې
چاته باز شې چاته مینه کې بیا شېر شې

زه به سل زره سجدې د شکر وکړم
د انځرګله که یو ځلې را ګېر شې

ستا د مینې انداز بېل ګڼم کماله
چې څوک لاس درکړي نو ته له سر ورتېر شې

۲۳م آګسټ ، ۲۰۰۵

آهاى.......... تاسو چېرته ياست؟


د الفت صيب هره خبره د زړه خبره ده، نن يې يوه بله خبره زما پر زړه ناسته ده او هغه دا چې " د جشن په ورځو کې په داسې حال کې چې د ګڼې ګوڼې له امله د پله د اېښودو ځاى نه و، يوه تن را څخه وپوښتل:
ته يواځې يې؟
ما ورته وويل: هو
له دې ځواب وروسته ما ته دا څرګنده شوه چې د بنيادمانو په دې دومره جم او جوش کې هم سړى ځان ته يواځې ويلى شي... "
دا چې دا خبره الفت صيب په کوم انداز د ښکلا په الفاظو کې نغاړلې، ما يې په هغه انداز له روايت کولو څخه عاجز وګڼئ، دلته خبره د يواځېتوب ده او بس.
کابل د ژونديو ښار، د بنيادمانو ښار، د زنده دلانو او عاشقانو ښار او ......... خو له دې سره سره کله کله انسان پکې دومره يواځې شي چې د مايوسيو او بې وسيو تر سرحده رسېږي.
ماته د مهاجرت چاپيريال هر وخت سترګو سترګو ته کېږي، د بهير ياران وينم چې له ګرمۍ نه يې جامې خيشتې پيشتې دي، خو نن د بهير د ناستې ورځ ده او د سوځندې ګرمۍ پروا څوک نلري.
ماته د ټولو په تنديو کې د ژوند د پسرلي محبت او د سرمنزل د کاروان رغبت په څپو ښکاري.
ماته دا ټول ښکاري، چې ټول د هېوادنۍ مينې مهاجر بلبلان، خپل وطن ته د تللو د الوت په تلوسه دي.
هر يوه د ژوند دنوي پړاو د وهلو هوډ کړى..
هر يوه د محبت د لوړو حصارونو د فتحه کولو اراده پخه کړې...
ماته تر ټولو ښه په دوى کې خپل ځان ښکاري، چې د مهاجرت له عذابه د خلاصېدو په تلوسه د خپل ديار پرخوا روان يم.
زما هوډ، زما اراده پاخه دي، زه نه پاتې کېږم، زه د ژونديو، زنده دلانو عاشقانو د ښار پر خوا روان يم.... له ځان سره وايم که يو ځل تر خپل منزل مقصود پورې ورسېدم، نو د بهير ياران به راسره وي...
د ژوند دا ستړې لاره به د تورخم له دروازې تر اوښتو د ګلونو د پسرلي لاره وي، د ژوند د نه ستړي کېدونکي کاروان بهير به يې لاره وهي او دا بهير به زموږ د سترګو تر پټېدو پورې روان وي...
خو دلته يو کال کېږي
د عاشقانو ښار
د زنده دلانو ښار
له بنيادمانو ډک دى
خو زه د جشن او خوشحاليو په دې لوى ښار کې
نارې وهم
آهاى ........ تاسو چېرته ياست؟
زما اواز څوک نه اوري
څوک نشته چې ما تر لاس ونيسي
او د خيالونو له يوې وړوکې جزيرې څخه مې را وباسي.
۲۰۰۳م کال

غزل


ستا د مینې انداز بېل دی زه یې دا ګڼم صنمه
ستا د تورو سترګو وار د زړه درزا ګڼم صنمه

ستا د مینې په هر ناز خو زه دا هره لحظه مړ شم
مګر ژوند ته چې را ګرځم ستا دوعا ګڼم صنمه

ته را نشې مګر خیال کې زه د مینې حال بیان کړم
زه دا هر څه بیا د مینې انتها ګڼم صنمه

تصور مې زنده ګي کې ستا تر مینې منحصر شو
او ژوندون مې ستا د سترګو یوه ادا ګڼم صنمه

ستا له ما سره د مینې اختلاف داسې پیدا شو
ته یې اور ګڼې صنمه زه یې سا ګڼم صنمه

فبروري ۲۰۰۵ /کابل

ګل پاچا الفت؛ د ناخبره اولس یو رښتینی خدمتګار



د ارواښاد استاد الفت د څلريشتم تلين په مناسبت يو څو څرګندونې

هغه وخت چې ولس د خوبونو په ټال كې زنګېده، يو كس نارې وهلې چې له خوبه يې راپاڅوي:
هغه څلريشت كاله وړاندې ويل يو ناخبره انسان وږى تږى د خزانې پر سر پروت وْ، دى څكه وږى وْ چې له پټې خزانې نه ناخبره وْ او دا ټوله د ده د ناپوهۍ ګناه وه.
څلريشت كاله وړاندې خلكو ټوله نړۍ روښانه ليده، خو ده همدا نارې وهلې چې دا دنيا چې دا دنيا چې تاسو يې ګورئ ډېره تياره ده!
هغه د يوه غريب د زړه له حاله خبر وْ ځكه خو يې له بډاى سره چنداني نه لګېده.
د جشن په يوه ورځ هغه د زرګونو خلكو په منځ كې ولاړ وْ، يو چا ترې وپوښتل چې ته يوازې يې كه څوك درسره شته؟
هغه ځواب وركړ: نه زه يوازې يم!
او همدلته دا ورته مالومه شوه چې د زرګونو خلكو په موجوديت كې هم يو څوك ځان ته يوازې ويلى شي.
د هغه په درس موږ هغه وخت وپوهېدو چې كلونه كلونه د ټولې نړۍ په شور ځوږ كې يوازې پاتې شوو.
لا خو د مرګونو لوبه نه وه پيل شوې چې د ژوند يوه ډيوه ګل شوه.
د ادب د اسمان ځلېدونكى ستورى د يوې تورې تيارې په پيل كي، ولوېد.
هغه چي ټول فكر او خيال يې د يوه ناخبره او ويده ولس لپاره وقف كړى و د ژوند له محدودې دايرې نه د تل لپاره ولاړ او د ژوند ټور رازونه يې وسپړل، خو چا ځان پرې پوه نه كړ.
كه په نوره پرمختللى نړۍ كې داسې څوك تېر شوي واى نو اوس به يې ويشو پاتې شونو د بيدا شعور له امله د خبره د شكسپير په څيره موږ ته د كاڼي كرښه وه.
خو اوس دا دى څلريشت كاله كېږي چې يو څو د ګوتو په شمېر كسان د دې لويې هستۍ نه خبر دي، خو نور څوك يې نه پيژندي.
هغه خپل نا خبره اولس پيژندلى وْ، ځكه خو يې ويل: يو خدمتګار د شپې يوه مريض مساپر ته تر سهاره ناست وْ. ګهيځ مهال مساپر مړ شو او خپل خدمتګار يې ونه پيژانده. يو ړوند يې په لاره برابر كړ، خو ړوند پوه نه شو چې د ده خدمتګار څوك وْ؟
د ژوند له درويشت كلنو ترخو تجربو وروسته زما سر پدې خبره ايله خلاص شو چې په ريښتيا چې موږ خپل رښتيني خدمتګاران نه پيژنو او خپل باداران ډېر ښه پيژنو.

غزل

شور ومه غوغا ومه او ځار دې له بېلتون شمه
تاته مخامخ شمه نو پټه خوله پښتون شمه

دغه زما ژوند دی په شېبه کې درته راشمه
بېرته په شېبه کې ښکلیه یاره درنه ستون شمه

ځار دې شم کوربان دې شم د مینې حدود مه ساته
پرېږده چې دا ستا په محبت کې زه مجنون شمه

زه یو کلیوال د محبت په اور مې زړه پوخ دی
مه مې چېړه نه چې درته اور د شواخون شمه

ماته خدای په شعر کې اعجاز د مسیحا راکړ
چېرته چې مرګونه وي نو زه ورته ژوندون شمه
۲۰۰۶ اپریل

ګلاب


زموږ په كور كې يو ګلدان وْ
په ګلدان كې هغه ګلاب ولاړ وْ چې زموږ بزرګوار نيكه به يې پالنه كوله
ګلاب وغوړېد او زموږ نيكه يې د څارنې او پالنې پوره ذمه واري اخيستي وه
كله به چې زه ګلاب ته ورنژدې كېدم نو نيكه به مې د دالان له هغې لويې دريڅې نه را باندې غږ كړل:
او شيطانه!
وينم دې!
پام كوه چې ګل ته لاس ورنه وړې
پام كوه چې ګل ونه شكوې
ګلاب په ګلدان كې ښه ښكاريږي
كه دې وشكاوه نو يو ساعت وروسته به يې پاڼي ورژيږي او خاورې به شي
ځكه خو پدې ګلاب لاس وهل ګناه ده
د نيكه دې خداى جنتونه نصيب كړي
د ګلاب په خوشبويۍ كې يې ساه وركړه او خداى ورخپل كړ
نيكه دې خداى وبخښي
د ځنكدن پر وخت يې
دومره وويل
ګلاب وساتئ....
او ساه يې وركړه
د نيكه نصيحت زموږ پر زړه وْ
ځكه خو به ما
او زما اوو وروڼو د ګلاب ډېر خيال ساته
كله چې به زه ښوونځي ته روانېدم نو ګلدان ته به مې دوه پيالې اوبه ور واچولې
زما وروڼه به زما له دې كاره ناخبره وو
هغوى هر يو پخپل وار
بېل بېل
ګلاب ته به ورغلل او اوبه به يې ور واچولې
موږ ټول يو له بله نا خبره د ګلاب په خدمت كې وو
كله به چې ګلاب سيوري ته وو
ما به لمر ته كړ
او چې لمر ته به و
بېرته به مې سیوري ته راوړ
په همدې كې
دوه اوونۍ ګلاب ژوندى و
او چې كله يې په دې لنډه مود ه كې اووه سړې تودې وليدې
د ګلاب رنګ په ژېړېدو شو
او چې څو یې موږ علاج کاوه
ګلاب ډېر ژر
وچ او خاورې ایرې شو
زموږ نیکه دې خدای وبخښي
کاشکي یې موږ ته
په هر کار کې د مشورې نصیحت کړی وای
که داسې شوي وای
نو کیدای شي زموږ د ګلدان
سور ګلاب نه وای وچ شوی


غزل


زه د خاموشۍ په انتها کې را پیدا شومه
وای پر ما دې څه وکړل جانانه په غوغا شومه

روغ ومه رنځور دې کړم د مینې لېونی رنځور
داسې چې مثال د هر زمان په دا دنیا شومه

راغلمه بېخوده او بې سده ستا تر دره جان
درومم په مستۍ کې چې واری دې له خندا شومه

ستا د پام نظر ته دویم وارې حاجت پېښ نشو
ځار دې په لومړي ځل په وړه غوندې ادا شومه

ورک شوم لکه ښاخ د وچې ونې خو پیدا شوم بیا
زه په دغه ډول د جانان د لاس امسا شومه

مینه کې د مینې تر کماله رسېدلی شم
ځکه ایله نن خو له غزل سره اشنا شومه

جون ۱۹ ، ۲۰۰۶

Wednesday, July 05, 2006

د مارانو جادو


کليوالي خبره ده، وايي چې مار جادوګر دى، سرګر دى، په مرغيو سر کوي.
ما ډېر ځله دا ننداره پخپلو سترګو ليدلې ده، زموږ د کلا په زاړه توت کې به ډېر ځله د مرغيو شورماشور جګ شو.
چې کله به مې په غلا غلا ور وکتل نو د مرغيو په شور زوږ کې به مې په تور مار سترګې ولګېدې چې خونکارې سترګې به يې له ورايه ځلېدې.
مار به د خپل اوږدوالي په امتداد څو څو ځايه پړسېدلى و، داسې لکه په جرابه کې چې د پوندې ځاى را وتلى وي.
ماته دا اټکل ګران نه و، چې د مار په دې پړسېدلو ځايونو کې څه دي.
خو ما ته دا يوه معمى وه، چې څنګه يو مرغه، يو آزاد مرغه د بې وزرو مار ښکار کېږي؟؟
کليوالو به ويل چې مار په دې ښکلو ښکلو مرغيو سر کوي، جادو کوي، دده په سر او جادو کې دومره اثر وي، چې له مرغيو د الوتلو هر چل او هنر اخلي.
مار پخپله خوله کې مرغيو ته د ساړه ژمي غله دانه چې ورته تر خزانې کمه نه ده، ښيي، خو په داسې انداز چې د ښکلو مرغيو سترګې ړوندوي.
خو ماته دا خبرې د منلو وړ نه وې.
ما به له ځان سره ويل، دا ښکلې ښکلې مرغۍ ولې له خپلو وزرونو کار نه اخلي؟
دوى ولې د مار له تورې ګېډې نه د يوې لوړې ونې څانګه غوره نه ګڼي؟
ددوى سترګې ولې دومره ړندې دي... ولې او ولې....
زه ددې مارانو په پشهار او د مرغيو په چرسهار کې را لوى شوم...
خو؛
دا معما هلته حل شوه
چې د فکر او خیال ښکلې مرغۍ مې
د تور مار تر سر او جادو لاندې راغله
او زه ژبون وهلی شوم
زه هغه څه چې وینم
نه یې شم ویلی
او هغه څه چې وایم
نه یې وینم
دا ټول د تور مار سر او جادو ګڼم

التجا


یا الله!
زه چې کله هم ستا د عبادت لپاره ځان اوزګار کړم او ستا په سجده سر کېږدم، نو زما په ذهن کې ستا ذکر او یاد نه وي.
زما ذهن ددې فاني نړۍ په روزګار کې مشغول وي
ته په ما ښه پوهېږې چې زه د زړه او دماغ یووالی نلرم او یواځې په خوله ستا د ذکر څو شېبې تېروم
یا الله !
ته ډېر لوی ذات یې
ستا د لویۍ تر دې غوره ثبوت کوم کېدای شي چې ته زما پر ټولو ګناهونو پوهېږې او پرده پرې اچوې
او په دې وړه دنیاګۍ ما د عذاب او عتاب وړ نه بولې
يا الله ج
زه ستا ډېر وړوکی بنده یم،
ما ته په نېکۍ هدایت وکړه
ماته ستا د عبادت او ریاضت د لارښوونې لاره وښایه
يا الله!
ماته ستا د لوړ ذات د ستاینې او صفت توانايي راکړه، چې ستا د یوه رښتیني بنده وړتیا تر لاسه کړم او د قلم چلولو هنر راکړه چې په رښتینې توګه د انسانیت خدمت ترسره کړم.
آمین
ثم آمین