Thursday, July 06, 2006

نثر: نصيحت


كله به چې زما نيكه د چيلم نه توره لوخړه پورته كړه
نو په داسې حال كې چې له ټوخلو به يې مخ تك شين شو
وبه يې ويل:
زما د سترګو توره لمسيه!
زه بهر پيتاوي ته وځم
دا چيلم راپسې راوړه
په هډونو مې ساړه ننوتي
خو ګوره پام كوه
چې له دې بلا نه بلا ونه وغواړې
پام كوه چې دود ترې ونه باسې
زما حال وګوره
په پښو يې شل كړى يم
كه ته چيلم ته ورنږدې شوې نو غوږونه به دې درباندې غوڅ كړم
نيكه دې خداى وبخښي
كله به چې بهر ووت
نو په داسې حال كې
چې له چيلم سره به مې ونه برابره وه
او مخكې له دې چې بهر ته يې ور وباسم
په ډېره توندۍ به مې خوله پرې كېښوده
او دوه درې كشه به مې وركړل
نيكه دې خداى و بخښي
چې په پيتاوي كې به مې يې مخې ته چيلم كېښود
لومړى به يې خپله دوه درې لوخړې ترې پورته كړې
بيا به يې زه تر غوږ ونيوم
او زما خوله به يې بوى كړه
و به يې ويل
دا ولې
ما نه وو درته ويلي چې خوله ورنه وړې؟
ولې
ولې ؟
ما به په ژړه غوني انداز ورته وويل:
باباجانه!
ستا د خپلې خولې بوى در باندې لګي
په خداى، په شنه اّسمان او په سپين ايمان كه مې خوله هم ور وړې وي.
نيكه دې خداى وبخښي.
سر به يې وښوراوه
په داسې حال كې چې د دلاساينې لاس به يې زما په سر را كاږه ، و به يې ويل:
توبه توبه، زړبودي دې وركه شي.
چې د خپلې او پردۍ خولې د بوى توپير پكې ورك شي،
زما لمسى داسې بد كار هېڅكله نه كوي،
او بيا به يې له چيلم نه لوخړې جګې كړې.
نيكه دې خداى وبخښي،
چې كله زه اوس دده له زاړه چيلم نه لوخړې پورته كړم،
نو خپلو بچيانو ته وايم ،
كه مو چيلم ته خوله وروړه نو غوږونه مو درباندې پرې كوم،
زه ډاډمن يم چې دوى دا كار نه كوي،
بلكل د خپل نيكه په شان
خو كه دا غلا كوي نو
د مخې نيولو چل يې زما هم نه دى زده.